Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه.
2نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.
3خو د وېښتو يو څو تارونه دې د څادر په پلو کښې ونغاړه او ځان سره يې وساته.
4بيا د دې نه يو څو وېښتۀ راواخله او په اور کښې يې واچوه او وې سوزوه. د هغې نه به اور ټولو بنى اِسرائيلو ته خور شى.
5مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې دا يو مثال دے چې په آئنده کښې به د يروشلم سره څۀ کيږى. يروشلم ما د ټولو قومونو په مينځ کښې پېدا کړے دے او ټول مُلکونه ترې نه ګېرچاپېره پراتۀ دى.
6خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.
7نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د نورو قومونو په نسبت زيات سرکشه يې او تا زما په تعليماتو او شريعت عمل ونۀ کړو. خو تا د نورو قومونو د رِواج او اصُولو په مطابق ژوند تېر کړو.
8نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ په خپله ستا خلاف شوے يم، اے يروشلمه، زۀ به تا له د نورو قومونو په وړاندې سزا درکړم.
9ځکه زۀ به ستا د هغه ټولو حرام کارو معبودانو په وجه تا سره هغه سلوک وکړم چې ما د دې نه وړاندې کله هم بل چا سره نۀ وى کړے او نۀ به يې بيا چا سره وکړم.
10نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.
11مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم.
12ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.
13نو زما غصه به بيا سړه شى او زما غضب به په آرام شى کله چې زۀ خپل غضب په دوئ نازل کړم، نو هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ د خپل غېرت د وجې داسې وکړل.
14نو د دې نه علاوه به زۀ تا په کنډراتو بدل کړم او کله چې د نورو قومونو خلق ستا په خوا کښې تېريږى نو هغوئ به توبې وباسى.
15تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
16هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.
17زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بېاولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“