Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،
2”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
3او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.
4ستاسو قربانګاه به راوغورزولے شى او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به ټوټه ټوټه کړے شى. او زۀ به ستاسو خلق ستاسو د معبودانو په وړاندې حلال کړم.
5زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربانګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.
6نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربانګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.
7ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
8خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.
9نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.
10نو دوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم او زما خبردارے هسې تشې خبرې نه خو په رښتيا سره مې په دوئ عذاب راوستو.“
11مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.
12هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.
13نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربانګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.
14او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد ��ړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“