Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،
2”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى.
3نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و غضب په تاسو نازل کړم. زۀ به ستاسو د چال چلن په مطابق ستاسو عدالت وکړم او ستاسو د بدو اعمالو په مطابق به تاسو له پوره سزا درکړم.
4نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
5مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د يو افت دپاسه به بل افت په تاسو راځى.
6ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے، آخرى وخت مو نزدې دے، وګورئ ستاسو په وړاندې دے.
7تاسو څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ ستاسو د ښخېدو ورځ رارسېدلې ده. وخت رارسېدلے دے، هغه ورځ رانزدې شوې ده، دلته کښې د غرونو دپاسه صرف چغې سورې دى، او هيڅ قسمه د خوشحالۍ آوازونه نشته.
8زۀ به زر خپل قهر په تا نازل کړم، زۀ به تا ته ستا د چال چلن او د بدو اعمالو په مطابق سزا درکړم.
9نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.
10ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بېحده مغروره شوى دى.
11د هغوئ د ظلم په وجه د خلقو شرارت زيات شوے دے، يو کس به ترې نه هم پاتې نۀ شى، نۀ د هغوئ خلق، نۀ دولت، او نۀ د هغوئ اهميت.
12هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.
13سوداګر به هغه زمکه دوباره وانۀ خلى کومه زمکه چې هغوئ خرڅه کړې ده کۀ چرې دوئ ژوندى هم وى، ځکه چې د مالِک خُدائ فېصله د ټولو دپاره ده او نۀ بدلېدونکې ده. ځکه د خپلو ګناهونو په وجه به يو کس هم خپل ژوند بچ نۀ کړے شى.
14کۀ څۀ هم کۀ هغوئ بيګل وغږوى او هر څۀ تيار کړى، هيڅوک به جنګ دپاره لاړ نۀ شى، ځکه چې زما غضب په ګڼو خلقو باندې دے.“
15”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى.
16څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى.
17د هغوئ په لاسونو کښې به دم نۀ وى، او پښې به يې ريږدى.
18هغوئ به د ټاټ جامې واغوندى او ټول به يرې اخستى وى. د هغوئ په مخونو به شرم راخور وى او سرونه به يې خرئيلې وى.
19هغوئ به خپل سپين زر لارو کوڅو ته وغورزوى، او د هغوئ سرۀ زر به يو ناپاکه څيز وګڼلے شى. د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به د هغوئ سرۀ زر او سپين زر به هغوئ نۀ شى بچ کولے. هغوئ به په دې باندې نۀ خپله لوږه ختمولے شى او نۀ به ورباندې خپله ګېډه مړولے شى. ځکه چې د هم دې څيزونو په وجه هغوئ تير وتل.
20هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.
21زۀ به دا هر څۀ غېرو ته د غنيمت په شکل حواله کړم او د زمکې شريرانو باندې به يې لوټ کړم، او هغوئ به يې پليت کړى.
22زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بېحرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى.
23زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے.
24زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بېحرمتى به وشى.
25کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى.
26د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.
27بادشاه به ماتم کوى، شهزاده به د خفګان جامې اغوستې وى، د مُلک د خلقو لاسونه به رپيږى. زۀ به د هغوئ سره د دوئ د چال چلن په مطابق سلوک کوم، او د هغوئ په خپل معيار او اصُول به د دوئ عدالت وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“