Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.
2ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.
3هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.
4او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.
5نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربانګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.
6او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“
7هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.
8هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.
9او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دننه لاړ شه او هغه شرارت او حرام کارونه وګوره کوم چې هغوئ دلته کوى.“
10نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.
11د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.
12نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“
13هغۀ بيا وفرمائيل چې، ”تۀ به هغوئ د دې نه هم په ډېرو خرابو حرامو کارونو کولو باندې وګورې.“
14نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.
15هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟ نو تۀ به نور داسې حرام کارونه وګورې ��وم چې به د دې نه هم ډېر پليت او خراب وى.“
16هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربانګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.
17هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.
18نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“