Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1کله چې د یهودا او بنیامین د خلکو دښمنانو واورېدل چې هغه خلک چې له جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت ځای بیا جوړوي،
2نو هغوی زروڅپرکیل او د طایفو مشرانو ته ورغلل او هغوی ته یې وویل: «مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو سره مرسته وکړو! له هغه وخت راهیسې چې د اشور پاچا اسرحدون مونږ دلته راوستلي یو، مونږ ستاسو په شان ستاسو د خدای عبادت کوو او هغه ته قربانۍ وړاندې کوو.»
3زروڅپرکیل، یشوع او د طایفو مشرانو هغوی ته وویل: «مونږ خپل خدای ته د کور په جوړولو کې ستاسو مرستې ته هېڅ اړتیا نه لرو، خو مونږ به خپله هغه خپل څښتن، یعنې د اسراییلو خدای ته جوړ کړو لکه څنګه چې د فارس پاچا کوروش امر کړی دی.»
4نو هغو خلکو چې په دې وطن کې اوسېدل هڅه وکړه چې د یهودیانو زړونه تور کړي، هغوی ووېروي او مجبور یې کړي چې د ودانولو کار ودروي.
5همدارنګه هغوی د فارس حکومتي مامورینو ته رشوت هم ورکاوه چې د هغوی په خلاف کار وکړي. هغوی دې کار ته د کوروش د پاچاهۍ په دوران کې او حتی د داریوش د پاچاهۍ تر پیل کېدلو پورې دوام ورکړ.
6د خشایار شاه د امپراتورۍ په پیل کې د یهودا او اورشلیم د خلکو دښمنانو په هغوی باندې لیکل شوي تورونه ولګول.
7د فارس د پاچا ارتخششتا د امپراتورۍ په وخت کې بشلام، میتردات، تبییل او د هغوی ملګرو پاچا ته لیک ولیکه. دا لیک په آرامي ژبه لیکل شوی ؤ چې د لوستلو په وخت کې به ترجمه کېده.
8همدارنګه رحوم والي او د ولایت منشي شمشای د اورشلیم په اړه دا لاندې لیک ارتخششتا پاچا ته ولیکه:
9«د والي رحوم، د منشي شمشای، د هغوی د ملګرو، قاضیانو او نورو ټولو مامورینو او څارونکو له خوا چې په اصل کې له ارک، څپرکیل او د عیلام د شوشه دي،
10د هغو نورو خلکو سره یوځای چې لوی او عزتمن آشور بانیپال د خپلو هېوادونو څخه شړلي وو او د سامریې په ښار او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې یې ځای په ځای کړي وو.»
11د لیک متن دا دی:«ارتخششتا پاچا ته د هغه د هغو خدمتګارانو له خوا چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا ولایت کې اوسیږي سلامونه وړاندې کیږي.
12مونږ غواړو چې تاسو اعلیحضرت په دې خبر شئ چې هغه یهودیان چې ستاسو د نورو سیمو څخه دلته راغلي دي، په اورشلیم کې ځای په ځای شوي دي او هغه بد او یاغي ښار بېرته ودانوي. نژدې دی چې هغوی د دېوالونو او بنیادونو بیاجوړونه پای ته ورسوي.
13ای اعلیحضرته، که چېرې دا ښار بېرته ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو خلک به د باج او مالیې ورکول بس کړي او ستاسو پاچاهي عایدات به لږ شي.
14نو څرنګه چې مونږ تاسو اعلیحضرت ته وفادار یو، مونږ نه غواړو چې ستاسو بې عزتي وشي، نو مونږ دا وړاندیز کوو،
15تاسو حکم وکړئ چې د پخوانیو پاچاهانو سندونه دې ولټول شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو تاسو ته به څرګنده شي چې دا ښار تل یاغي ؤ او د پخوا زمانو څخه یې پاچاهان او والیان کړولي دي. د دې ښار په خلکو باندې حکومت کول تل سخت وو. نو ځکه دا ښار وران شوی دی.
16له دې امله مونږ په دې باندې باور لرو چې که چېرې دا ښار بیا ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو تاسو اعلیحضرت به ونه شئ کولای چې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت باندې خپله واکمني وساتئ.»
17پاچا داسې ځواب ورولېږه:«د رحوم والي، د ولایت منشي شمشای او د هغوی ملګرو ته چې په سامره او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې اوسیږي، په تاسو دې سلام وي.
18هغه لیک چې تاسو رالېږلی ؤ وروسته له ترجمې څخه ماته ولوستل شو.
19ما حکم کړی ؤ او څېړنه وشوه او په رښتیا دا څرګنده شوه چې اورشلیم له پخوا زمانو راهیسې د شاهي واکمنۍ په خلاف راپورته شوی او هغه ښار د یاغیانو او باغیانو ډک ؤ.
20قدرتمندو پاچاهانو هلته پاچاهي کړې ده او د فرات د سیند له لوېدیځې خوا په ټول ولایت باندې یې حکومت کړی، باج او مالیه یې راټوله کړې ده.
21نو له دې امله تاسو باید حکم جاري کړئ چې زما د بل حکم پورې هغه خلک د ښار د بیا ودانولو کار ودروي.
22لټي ونه کړئ او دا کار همدا اوس وکړئ ترڅو امپراتورۍ ته نور زیان ونه رسیږي.»
23څنګه چې د ارتخششتا پاچا لیک رحوم، شمشای او د هغو ملګرو ته ولوستل شو، هغوی په بیړه اورشلیم ته لاړل او یهودیان یې په زوره مجبور کړل چې د ښار بیا ودانول ودروي.
24په دې ډول په اورشلیم کې د خدای د کور د جوړولو کار درېدلی ؤ او د فارس پاچا داریوش د امپراتورۍ تر دوهم کال پورې وځنډېده.