Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل.
2کله چې د شالتي ییل زوی زروڅپرکیل او د یوصاداق زوی یشوع د هغوی پیغام واورېد، په اورشلیم کې یې د خدای د کور په بیا ودانولو پیل وکړ او دواړو نبیانو د هغوی سره مرسته وکړه.
3تتنای د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی ملګري مامورین پرته له ځنډه اورشلیم ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟»
4همدارنګه یې د هغوی نه پوښتنه وکړه: «د هغو سړیو نومونه راکړئ چې د خدای د کور په جوړولو کې مرسته کوي.»
5خو خدای د یهودیانو مشران د خپل نظر لاندې ساتل. نو والي او د هغه ډلې پرېکړه وکړه تر هغې چې هغوی داریوش ته رپوټ نه وي ورکړی او ځواب یې نه وي تر لاسه کړی، خلک به نه مجبوروي چې کار ودروي.
6دا هغه لیک دی چې د فرات د سیند د لوېدیځ ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی همکارانو داریوش پاچا ته لېږلی ؤ:
7«ژوندی دې وي داریوش پاچا!
8د پاچا حضور ته دې دا راپور وړاندې شي چې مونږ د یهودا ولایت ته چې د لوی خدای کور په کې دی، لاړو. مونږ ولیدل چې هغه کور د لویو تیږو څخه جوړیږي او د هغه په دېوالونو باندې د لرګیو تیران ایښودل کیږي. دا کار په ډېر غور سره کیږي او د ودانولو کار په ښه ډول په مخ ځي.
9بیا مونږ د قوم د مشرانو نه پوښتنه وکړه: ‹تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟›
10همدارنګه مونږ د هغوی د نومونو پوښتنه وکړه ترڅو وکولای شو د هغو کسانو نومونه ولیکو او تاسو خبر کړو چې هغوی د دوی مشران دي.
11هغوی ځواب راکړ: ‹مونږ د ځمکې او اسمان د خدای خدمتګاران یو او د هغه هغه کور بېرته جوړوو چې ډېر کلونه مخکې د اسراییلو د لوی پاچا له خوا جوړ شوی او د هغه د جوړولو کار سرته رسېدلی ؤ.
12خو په دې سبب چې زمونږ نیکونو د اسمانونو خدای په قهر کړی ؤ، نو خدای هغوی د څپرکیل پاچا کلداني نبوکدنصر ته تسلیم کړل او هغه دا کور وران کړ او خلک یې د اسیرانو په توګه د څپرکیل هېواد ته بوتلل.
13خو د څپرکیل پاچا کوروش د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال یو فرمان ورکړ چې د خدای دا کور دې بیرته جوړ شي.
14د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر د اورشلیم د عبادت د ځای نه وړي وو او هغه یې د څپرکیل د عبادت په ځای کې ایښي وو، کوروش پاچا هغه د هغه ځای نه راوویستل او یو سړي ته یې چې شیشبصر نومېده او کوروش هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وسپارل.
15پاچا هغه ته وویل: ”دا لوښي واخله، لاړ شه او په اورشلیم کې یې د خدای په کور کې کېږده. د خدای کور په هماغه پخواني ځای کې بېرته ودان کړه.“
16نو شیشبصر راغی او د خدای د کور بنیاد یې کېښود. له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د هغه د جوړولو کار روان دی او تر اوسه لا پای ته نه دی رسېدلی.›
17نو که ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي، پرېږدئ چې د څپرکیل شاهي سندونه ولټول شي، ترڅو دا معلوم شي چې کوروش پاچا په رښتیا دا امر کړی ؤ یا نه، چې په اورشلیم کې دې د خدای دا کور بېرته ودان شي. بیا مونږ خبر کړئ چې په دې هکله ستاسو پرېکړه څه ده.»