Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1وروسته له ډېرو کلونو څخه کله چې ارتخششتا د فارس پاچا ؤ، د عزرا په نوم یو سړی ؤ چې شجره یې تر مشر کاهن هارون پورې رسېدله. د هغه شجره په لاندې ډول وه: عزرا د سرایا زوې ؤ، سرایا د عزریا زوی ؤ، عزریا د حلقیا زوی ؤ،
2حلقیا د شلوم زوی ؤ، شلوم د صادوق زوی ؤ، صادوق د اخیطوب زوی ؤ،
3اخیطوب د امریا زوی ؤ، امریا د عزریا زوی ؤ، عزریا د مرایوت زوی ؤ،
4مرایوت د زرحیا زوی ؤ، زرحیا د عزي زوی ؤ، عزي د بقي زوی ؤ،
5بقي د ابیشوع زوی ؤ، ابیشوع د فینحاس زوی ؤ، فینحاس د العازار زوی ؤ او العازار د مشر کاهن هارون زوی ؤ.
6-
7عزرا یو دیني عالم ؤ او په تورات باندې چې د اسراییلو څښتن خدای موسی ته ورکړی ؤ، ښه پوهېده. په دې خاطر چې عزرا سره د خپل څښتن خدای برکت ؤ، نو هرڅه چې هغه غوښتل، پاچا هغه ته ورکول. د ارتخششتا د امپراتورۍ په اووم کال عزرا د څپرکیل نه روان شو او د یوې ډلې اسراییلیانو سره چې په هغو کې کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساز غږوونکو، د خدای د کور ساتونکو او خدمتګارانو ګډون درلود، اورشلیم ته لاړ.
8-
9عزرا د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د څپرکیل نه روان شو او د خدای په مرسته د پنځمې میاشتې په لومړۍ ورځ اورشلیم ته راورسېدل.
10دا مرسته ځکه ورسره وشوه چې عزرا خپل ژوند د څښتن د شریعت زده کړې ته، په هغه باندې عمل کولو ته او د اسراییلو خلکو ته د شریعت د حکمونو او قوانینو ورزده کولو ته وقف کړی ؤ.
11ارتخششتا پاچا دا لاندېنی لیک عزرا ته چې کاهن او دیني عالم ؤ، ورکړ. ځکه چې هغه په هغو قوانینو او حکمونو باندې ښه پوهېده چې څښتن اسراییلو ته ورکړي وو:
12«د ارتخششتا، د پاچاهانو پاچا له خوا عزرا کاهن ته چې د اسمانونو د خدای د شریعت عالم دی، سلامونه:
13زه په دې توګه امر کوم چې د اسراییلو هغو ټولو خلکو، د هغوی کاهنانو او لاویانو ته چې زما په ټوله امپراتورۍ کې دي او غواړي چې ستا سره اورشلیم ته لاړ شي، اجازه ورکړل شي.
14ما د خپلو اووه مشاورانو سره یوځای پرېکړه وکړه چې تا عزرا ولېږم چې په اورشلیم او یهودا کې حالات وڅېړې او وګورې چې ستا د خدای شریعت چې تاته سپارل شوی دی څنګه ورڅخه اطاعت کیږي.
15ته باید د سرو او سپینو زرو هغه نذرانې د ځان سره یوسې چې زه او زما مشاوران غواړو هغه د اسراییلو خدای ته چې کور یې په اورشلیم کې دی، ورکړو.
16ته باید هغه سپین او سره زر چې د څپرکیل د ټولې سیمې څخه یې راټولوې او هغه نذرانې چې د اسراییلو خلک او کاهنان یې په خپله خوښه اورشلیم کې د خپل خدای کور ته ورکوي، هم یوسې.
17ته باید دا پیسې په ډېر پام سره ولګوې او په هغو باندې غویان، پسونه، وري، غلې دانې او شراب واخلې او هغه په اورشلیم کې ستاسو د خدای د کور د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړې.
18هرڅه چې تاته او ستا ملګرو ته ښه ښکاري د هغو دپاره د پاتې سپینو او سرو زرو څخه د خپل خدای د رضا سره سم ولګوئ.
19هغه لوښي چې تاته ستا د خدای د کور په کارونو کې د استعمالولو دپاره درکړل شوي دي هغه ټول د اورشلیم خدای ته وړاندې کړه.
20ستا د خدای د کور دپاره هر شي ته چې اړتیا وي، ته کولای شې چې د شاهي خزانې څخه یې واخلې.
21زه ارتخششتا د فرات د سیند د لوېدیځې خوا سیمې ټولو خزانه دارانو ته حکم کوم چې هرڅه چې کاهن او د اسمانونو د خدای د شریعت عالم عزرا یې ستاسو څخه غواړي، هغه ورته زر تیار کړئ.
22هغه ته تر درې زره او څلور سوه کیلوګرامو پورې سپین زر، لس ټنه غنم، دوه زره لیتره شراب، دوه زره لیتره د زیتونو تېل او هرڅومره مالګې ته چې اړتیا ولري، ورکړئ.
23هرڅه چې د اسمانونو خدای یې د خپل کور دپاره غواړي باید هغه ورته په احتیاط سره تیار کړئ. هغه کار ونه کړئ چې څښتن په ما او په هغو پاچاهانو باندې چې زما څخه وروسته راځي، په قهر شي.
24تاسو ته اجازه نشته چې د کاهنانو، لاویانو، سندرغاړو، ساتونکو، خدمتګارانو او هغو نورو کار کوونکو څخه چې د خدای د دې کور پورې تړاو لري باج او مالیه راټوله کړئ.
25ای ښاغلیه عزرا! د هغه حکمت له مخې چې خدای تاته درکړی دی مدیران او قاضیان وټاکه چې په هغو خلکو باندې حکومت وکړي چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا کې دي او ستاسو د خدای د حکمونو لاندې خپل ژوند تېروي. هغه څوک چې په هغو حکمونو باندې نه پوهیږي باید هغوی ته یې ورزده کړئ.
26که چېرې څوک ستاسو د خدای د قوانینو یا د پاچا د قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغوی ته باید ډېر زر سزا ورکړل شي. یا دې هغوی ووژل شي، یا دې د وطن څخه وشړل شي، یا دې د هغوی شتمني ورڅخه واخیستل شي او یا دې بندي شي.»
27عزرا وویل: «زمونږ د نیکونو څښتن خدای ته دې ثنا وي! هغه پاچا دې ته راضي کړ چې په دې ډول په اورشلیم کې د څښتن د کور عزت او درنښت وکړي.
28څښتن په ما باندې پاچا، د هغه مشاوران او لوړ رتبه درباریان مهربانه کړل. زما څښتن خدای ماته دا توان راکړ ترڅو وکولای شم د اسراییلو د قوم مشران راټول کړم چې زما سره بېرته اورشلیم ته راشي.»