Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1دا د هغو طایفو د مشرانو لست دی چې په څپرکیل کې جلاوطني وو او د ارتخششتا د امپراتورۍ په وخت کې زما سره اورشلیم ته راستانه شول:
2-
3جرشون د فینحاس له طایفې څخهدانیال د ایتامار له طایفې څخهحطوش د شکنیا زوی د داود له طایفې څخهزکریا د یوسلو پنځوسو کسانو سره د فرعوش له طایفې څخه (دا د هغوی په نسب نامه کې ثبت شوي دي.)
4الیهوعینای د زرحیا زوی د دوو سوو تنو سره د فحت موآب له طایفې څخه
5شکنیا د یحزییل زوی د درېو سوو تنو سره د زتو له طایفې څخه
6عابد د یوناتان زوی د پنځوسو تنو سره د عادین له طایفې څخه
7اشعیا د عتلیا زوی د اویاو تنو سره د عیلام له طایفې څخه
8زبدیا د میکاییل زوی د اتیاو تنو سره د شفطیا له طایفې څخه
9عوبدیا د یحییل زوی د دوو سوو اتلسو تنو سره د یوآب له طایفې څخه
10شلومیت د یوسفیا زوی د یوسلو شپېتو تنو سره د باني له طایفې څخه
11زکریا د ببای زوی د اته ویشتو تنو سره د ببای له طایفې څخه
12یوحانان د هقاتان زوی د یوسلو لسو کسانو سره د عزجد له طایفې څخه
13الیفلط، یوییل، شمعیه د شپېتو کسانو سره د ادونیقام له طایفې څخه (دوی وروسته راستانه شوي دي.)
14عوتای او ذکور د اویاو کسانو سره د بغوای له طایفې څخه.عزرا د خدای د کور دپاره لاویان لټوي
15ما هغوی د هغه نهر په غاړه چې د اهاوا د ښارګوټي خواته بهیږي، سره راغونډ کړل او درې ورځې مو هلته خپلې خېمې ودرولې. کله چې ما هغه خلک او کاهنان وکتل، د هغوی په منځ کې مې د لاویانو څخه څوک پیدا نه کړل.
16ما دغه مشران راوغوښتل چې نومونه یې دا دي: الیعازر، ارییل، شمعیه، الناتان، یاریب، الناتان، ناتان، زکریا او مشلام. همدارنګه مې دوه ښوونکي، یویاریب او الناتان هم راوغوښتل.
17ما هغوی عیدو ته چې په کاسیفیا کې مشر ؤ، ولېږل او هغوی ته مې وویل چې د هغه او د هغه د ملګرو څخه چې د خدای د کور خدمتګاران وو، وغواړي چې مونږ ته داسې خلک راولېږي چې زمونږ د خدای په کور کې خدمت وکړي.
18خدای په مونږ باندې فضل وکړ او هغوی د شربیا په نوم یو لایق سړی چې لاوي ؤ او د محلي د طایفې څخه ؤ، د خپلو اتلسو زامنو او خپلوانو سره مونږ ته راولېږه.
19همدارنګه هغوی حشبیا او اشعیا چې د مراري د طایفې څخه وو د خپلو شلو خپلوانو او د هغوی د زامنو سره راولېږل.
20برسېره پر دې هغوی د خدای د کور دوه سوه شل تنه هغه خدمتګاران چې د هغوی نیکونه د داود پاچا او د هغه د درباریانو له خوا د لاویانو سره د مرستې دپاره ټاکل شوي وو، راولېږل. د هغوی د ټولو نومونه په لست کې لیکل شوي وو.
21هلته ما د اهاوا د نهر په غاړه د ټولو نه وغوښتل چې روژه ونیسو او د خپل خدای په مخکې خپل ځانونه عاجز کړو او د هغه څخه وغواړو چې مونږ ته په خپل سفر کې لارښوونه وکړي او زمونږ، زمونږ د اولادونو او زمونږ د ټولې شتمنۍ څخه ساتنه وکړي.
22دا به زما دپاره د شرم خبره وای چې د پاچا څخه مې د سپرو عسکرو لښکر غوښتلی وای، ترڅو په سفر کې مونږ د دښمنانو څخه خوندي وساتي، ځکه چې مونږ هغه ته ویلي وو چې هغه څوک چې زمونږ په خدای باندې توکل کوي، نو هغه ورته برکت ورکوي، خو څوک چې د هغه نه مخ اړوي په هغه باندې په قهر کیږي او سزا ورکوي.
23نو مونږ روژه ونیوله او خدای ته مو زاري وکړه چې مونږ وساتي او هغه زمونږ دعا قبوله کړه.
24د کاهنانو د مشرانو څخه ما دولس تنه غوره کړل، یعنې شربیا، حشبیا او لس تنه د هغوی د خپلوانو څخه.
25بیا هغه سپین زر، سره زر او لوښي چې پاچا، د هغه مشاورانو او درباریانو او د اسراییلو حاضرو خلکو زمونږ د خدای د کور دپاره ورکړي وو، ما هغه وتلل او کاهنانو ته مې ورکړل.
26-
27هغه شیان چې هغوی ته مې ورکړي وو هغه دا دي:سپین زر - ۲۲ ټنهد سپینو زرو سل لوښي - ۷۰ کیلوګرامهسره زر - ۳۴۰۰ کیلوګرامهد سرو زرو شل کاسې - اته کیلو او څلورسوه ګرامهدوه ډېرې ښې ځلا لرونکې برنجي کاسې چې بیه یې د سرو زرو د کاسو د بیې سره برابره ده.
28ما کاهنانو ته وویل: «تاسو د خپلو نیکونو څښتن خدای ته سپېڅلي یئ او دا لوښي هم هغه ته سپېڅلي دي. سپین او سره زر څښتن ته رضاکارانه ورکړل شوې نذرانې دي.
29تاسو هغه د څښتن کور ته چې په اورشلیم کې دی په احتیاط سره یوسئ. هلته د کاهنانو په کوټو کې د کاهنانو د مشرانو، لاویانو او د اسراییلو د کورنیو د مشرانو په مخکې هغه شیان وتلئ او هغوی ته یې ورکړئ.»
30نو کاهنانو او لاویانو دا مسوولیت په غاړه واخیست چې هغه سپین زر، سره زر او لوښي زمونږ د خدای کور ته چې په اورشلیم کې دی، یوسي.
31د کال د لومړۍ میاشتې په دولسمه ورځ مونږ د اهاوا د نهر څخه اورشلیم ته روان شو. زمونږ خدای زمونږ سره ؤ او په سفر کې یې د دښمنانو د کمین او برید څخه وساتلو.
32کله چې اورشلیم ته ورسېدلو، درې ورځې مونږ هلته دمه وکړه.
33په څلورمه ورځ د خپل خدای کور ته لاړو، سپین زر، سره زر او لوښي مو وتلل او هغه مو مریموت کاهن ته چې د اوریا زوی ؤ، ورکړل. العازار د فینحاس زوی او لاویان د یشوع زوی یوزاباد او د بنوي زوی نوعدیه هم د مریموت سره وو.
34ټول شیان وشمېرل شول او وتلل شول او په هماغه وخت کې د هر شي وزن ولیکل شو.
35هغو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د اسراییلو خدای ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې. هغوی دولس غویان د ټولو اسراییلیانو دپاره او همدارنګه شپږنوي پسونه او اووه اویا وري نذرانه کړل. هغوی دولس وزان هم د ګناه څخه د خپلو ځانونو د پاکولو دپاره نذرانه کړل. دا ټول حیوانات څښتن ته د سوځېدونکې قربانۍ په توګه وړاندې شول.
36همدارنګه هغوی هغه سند چې پاچا ورته ورکړی ؤ، واخیست او هغه یې د فرات د سیند د لوېدیځې سیمې والیانو او مامورینو ته ورکړ او هغوی بیا د خلکو او د خدای د کور څخه ملاتړ او مرسته وکړه.