Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1وروسته له دې چې دا کارونه سرته ورسېدل، د اسراییلو د قوم ځینې مشران ماته راغلل او راته ویې ویل: «د اسراییلو قوم، کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه د ګاونډي هېوادونو یعنې د عمون، موآب او مصر د خلکو او د کنعانیانو، حیتیانو، فرزیانو، یبوسیانو او اموریانو څخه چې ناوړه کارونه یې کول، جدا نه دي ساتلي.
2د یهودیانو ځینو سړیو د پردیو قومونو د ښځو سره ودونه وکړل او خپل زامن یې هم پرېښودل چې همداسې کار وکړي او په دې توګه د خدای سپېڅلی قوم د پردیو قومونو سره ورګډ شو. زمونږ خپل مامورین او مشران په دې ګناه کې د ټولو نه مخکې وو.»
3کله چې ما دا خبره واورېدله، نو د ډېره غمه مې خپل کمیس او چپنه وشلوله او د خپل سر او ږیرې ویښتان مې وشکول او ډېر زیات غمجن کښېناستم.
4زه د ماښام تر قربانۍ پورې همداسې هلته غمجن ناست وم او خلک ورو ورو زما په شاوخوا راټول شول، هغه ټول خلک چې د اسراییلو د خدای د وینا له امله چې د جلاوطنو د بې وفایۍ په اړه یې کړې وه، خبر شول او ووېرېدل.
5کله چې د ماښامنۍ قربانۍ وخت راورسېده، زه د هغه ځای نه چې ویر مې په کې کاوه او شلېدلي کالي مې هم په ځان کې وو، پاڅېدم. بیا په ګونډو شوم او خپل لاسونه مې خپل څښتن خدای ته د دعا دپاره پورته کړل.
6ما وویل: «ای زما خدایه، زه ډېر شرمېږم چې ستا په حضور کې خپل سر پورته کړم. ځکه چې زمونږ د ګناهونو ډېرۍ زمونږ له سرونو څخه هم لوړه شوې ده چې تر اسمانونو پورې رسیږي.
7زمونږ د نیکونو د زمانې څخه تر اوسه، مونږ یعنې ستا قوم ډېر لوی ګناهونه کړي دي. د ګناهونو له امله مونږ په خپله، زمونږ پاچاهان او زمونږ کاهنان د پردیو پاچاهانو ته په لاس ورغلي یو. مونږ یې وژلي یو، لوټ کړي یې یو او د بندیانو په توګه یې د ځان سره وړي یو. مونږ بالکل رسوا شوي یو او تر نن ورځې رسوا او بې عزته پاتې یو.
8اوس ای زمونږ څښتن خدایه، لږه موده کیږي چې په مونږ باندې مهربان شوی یې او زمونږ ځینې خلک دې پرېښودل چې د غلامۍ څخه خلاص شي او په ډاډه زړه په دې سپېڅلي ځای کې ژوند وکړي. تا مونږ تر یو حده د غلامۍ نه خلاص کړو او نوی ژوند دې راکړ.
9که څه هم مونږ غلامان یو، خو تا په غلامۍ کې هم زمونږ څخه خپل مخ ونه اړاوه. تا د فارس پاچاهان په مونږ باندې مهربانه کړل او مونږ ته دې نوی ژوند راکړ چې ستا هغه وران شوی کور بېرته ودان کړو او په یهودا او اورشلیم کې ډاډه ژوند وکړو.
10نو ای زمونږ خدایه، اوس مونږ نور څه ویلی شو؟ حتی د دې ټولو کارونو وروسته هم مونږ ستا د هغو حکمونو نه سرغړونه وکړه
11چې تا د خپلو خدمتګارانو نبیانو په وسیله مونږ ته راکړي وو. هغوی مونږ ته ویلي وو چې هغه ځمکه چې مونږ به یې تر لاسه کړو هغه د یو سر نه تر بله سره پورې د هغه ځای د اوسېدونکو د ناوړو عملونو له امله ناپاکه شوې ده.
12هغوی مونږ ته ویلي وو چې که چېرې مونږ وغواړو په دې ځمکه کې زورور واوسو او د محصولاتو نه یې ګټه واخلو او تر پایه یې خپلو اولادونو ته په میراث پرېږدو، هېڅکله باید د دې خلکو سره ودونه ونه کړو او داسې کار ونه کړو چې د هغوی د بریالیتوب او نېکمرغۍ سبب شي.
13هغه څه چې زمونږ سره وشول هغه زمونږ د بدو عملونو او لویو ګناهونو نتیجه ده. ای زمونږ خدایه، مونږ پوهېږو چې مونږ د لویې سزا وړ وو، خو تا مونږ ته د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې مونږ یې لایق وو او زمونږ څخه ځینې خلک دې پرېښودل چې ژوندي پاتې شي.
14نو اوس مونږ څنګه کولای شو چې ستا د حکمونو څخه بیا سرغړونه وکړو او د هغو بد عملو خلکو سره ودونه وکړو؟ که دا کار وکړو، نو ته به دومره په قهر شې چې مونږ به په پوره توګه له منځه یوسې او یو به هم ژوندی پرېنږدې.
15ای د اسراییلو څښتن خدایه، ته عادل یې، خو بیاهم زمونږ څخه دې ځینې خلک ژوندي پریښي دي. مونږ ستا په مخکې د خپلو ګناهونو اقرار کوو او مونږ د دې حق نه لرو چې ستا په حضور کې ودرېږو.»