Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1په داسې حال کې چې عزرا د خدای د کور په مخکې په دعا کې په سجده پرېوت، هغه ژړل او د قوم په ګناهونو باندې یې اقرار کاوه. د اسراییلیانو یوه ډېره لویه ډله چې سړي، ښځې او ماشومان په کې وو د هغه په شاوخوا راټول شول او ډېر سخت یې وژړل.
2بیا شکنیا د یحییل زوی چې د عیلام د طایفې څخه ؤ، عزرا ته وویل: «مونږ د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو د خپل خدای سره خپله وفاداري ماته کړه، خو بیاهم د اسراییلو د قوم دپاره هیله شته.
3راځئ اوس د خپل خدای سره لوظ وکړو چې مونږ به دا ټولې ښځې او د هغوی اولادونه وشړو. مونږ به دا کار ستاسو او د هغو خلکو د مشورې سره سم چې د خدای حکم ته درناوی کوي، وکړو. مونږ به د خدای د شریعت د غوښتنې سره سم عمل وکړو.
4راپاڅېږه، دا ستا مسوولیت دی. مونږ ستا شاته ولاړ یو، نو په زړورتیا سره دا کار وکړه.»
5نو عزرا د کاهنانو مشرانو، لاویانو او نورو اسراییلیانو ته قسم ورکړ چې دوی به د شکنیا د مشورې څخه پیروي وکړي.
6بیا عزرا د خدای د کور د مخې نه د الیاشیب د زوی یهوحانان د خوب کوټې ته ورغی او هلته یې شپه تېره کړه. هغه نه څه وخوړل او نه یې څه وڅښل، ځکه چې د جلاوطنو خلکو په بې وفایۍ باندې یې ویر کاوه.
7-
8د قوم د مشرانو په امر ټول اورشلیم او یهودا ته یې پیغام ولېږه، هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي، ټول باید په اورشلیم کې سره راغونډ شي. که چېرې څوک په درې ورځو کې رانغلل، نو د هغه ټول مال او جایداد به ترې واخیستل شي او هغه به د دې ټولنې څخه وشړل شي.
9په درېو ورځو کې، د نهمې میاشتې په شلمه ورځ هغه ټول خلک چې د یهودا او بنیامین په سیمو کې اوسېدل، اورشلیم ته راغلل او د خدای د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شول. هغوی لړزېدل، ځکه چې له یوې خوا دا یوه ډېره مهمه غونډه وه او بله دا چې هلته په سخت باران کې ناست وو.
10عزرا کاهن پاڅېد او هغوی ته یې وویل: «تاسو بې وفایي کړې ده او د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو باندې مو د اسراییلو ګناهونه زیات کړي دي.
11نو اوس د خپلو نیکونو د څښتن خدای په مخکې د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او هغه کار وکړئ چې هغه ورباندې خوشحالیږي. د هغو پردیو خلکو نه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، جدا شئ او د پردیو ښځو څخه ځانونه خلاص کړئ.»
12ټولو خلکو په لوړ اواز ځواب ورکړ: «تاسو په حقه خبره کوئ. څنګه چې تاسو وایئ هماغسې باید وکړو.»
13خو هغوی زیاته کړه: «دلته ډېر زیات خلک دي او سخت باران وریږي. مونږ نه شو کولای چې دلته دباندې ودرېږو. دا داسې کار نه دی چې په یوې یا دوه ورځو کې سرته ورسیږي، ځکه چې په مونږ کې ډېر خلک په دې ګناه اخته دي.
14پرېږدئ چې زمونږ مشران په اورشلیم کې پاتې شي او د دې موضوع مسوولیت په غاړه واخلي. بیا هغه څوک چې ښځه یې د پردي قوم څخه وي، هغه دې د خپل ښار د مشرانو او قاضیانو سره یوځای په ټاکلي وخت راشي. په دې ډول به د دې موضوع په هکله زمونږ د خدای سخت قهر سوړ شي.»
15د عساهیل د زوی یوناتان او د تقوه د زوی یحزیا او د هغوی د ملاتړ کوونکو یعنې مشلام او لاوي شبتای څخه پرته نور هېچا د دې پلان سره مخالفت ونه کړ.
16راستانه شویو جلاوطنو خلکو دا پلان ومنلو، نو عزرا کاهن د طایفو د مشرانو له منځ نه کسان وټاکل او د هغو نومونه یې ولیکل. د لسمې میاشتې په لومړۍ ورځ هغوی کښېناستل او خپله څېړنه یې پیل کړه
17او هغوی د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د هغو خلکو ټولې قضیې وڅیړلې چې د پردي قوم څخه یې ښځې کړې وې.
18د هغو خلکو لست چې د پردي قوم څخه یې ښځې کړې وې:د طایفو له مخې د کاهنانو لست:د یوصاداق د زوی یشوع او د هغه د ورونو د طایفې څخه: معسیا، الیعازر، یاریب او جدلیا.
19هغوی لوظ وکړ چې خپلې ښځې به وشړي. د خپلو ګناهونو په خاطر یې یو پسه د قربانۍ په توګه وړاندې کړ.
20د یمیر له طایفې څخه: حناني او زبدیا
21د حاریم له طایفې څخه: معسیا، ایلیا، شمعیه، یحییل او عزیا
22د فشحور له طایفې څخه: الیوعینای، معسیا، اسماعیل، نتنییل، یوزاباد او العاسه.
23د لاویانو څخه: یوزاباد، شمعي، قلایا (چې د قلیطا په نوم هم یادیږي)، فتحیا، یهودا او الیعازر.
24د سندرغاړو څخه: الیاشیبد خدای د کور له ساتونکو څخه: شلوم، طالم او اوري
25د نورو اسراییلیانو څخه: د فروش له طایفې څخه: رمیا، یزیا، ملکیا، میامین، العازار، ملکیا او بنایاه
26د عیلام له طایفې څخه: متنیا، زکریا، یحییل، عبدي، یریموت او ایلیا
27د زتو له طایفې څخه: الیوعینای، الیاشیب، متنیا، یریموت، زاباد او عزیزا
28د ببای له طایفې څخه: یهوحانان، حننیا، زبای او عتلای
29د باني له طایفې څخه: مشلام، ملوک، عدایا، یاشوب، شیال او یریموت
30د فحت موآب له طایفې څخه: عدنا، کلال، بنایاه، معسیا، متنیا، بزل ییل، بنوي او منسي.
31-
32د حاریم له طایفې څخه: الیعازر، اشیا، ملکیا، شمعیه، شمعون، بنیامین، ملوک او شمریا
33د حاشوم له طایفې څخه: متنای، متاته، زاباد، الیفلط، یریمای، منسي او شمعي
34-
37د باني له طایفې څخه: معدای، عمرام، اویل، بنایاه، بیدیا، کلوهي، ونیا، مریموت، الیاشیب، متنیا، متنای او یعسو
38-
42د بنوي له طایفې څخه: شمعي، شلمیا، ناتان، عدایا، مکندبای، شاشای، شارای، عزرییل، شلمیا، شمریا، شلوم، امریا او یوسف
43د نبو له طایفې څخه: یعییل، متتیا، زاباد، زبینا، یدو، یوییل او بنایاه.
44دې ټولو خلکو د پردیو قومونو څخه ښځې کړې وې او ځینو سړیو د دې ښځو څخه ماشومان هم لرل.