Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1دا د هغو کارونو ځانګړی رپوټ دی چې نحمیا د حکلیا زوی سرته رسولي دي:د کیسلو په میاشت کې چې د ارتخششتا د پاچاهۍ شلم کال ؤ، زه نحمیا د شوش په بالاحصار کې وم.
2زما د ورونو څخه یو تن چې حناني نومېده، د څو کسانو سره د یهودا څخه راغلی ؤ. ما د هغوی څخه د اورشلیم او نورو یهودیانو په اړه چې په څپرکیل کې د جلاوطنۍ څخه تښتېدلي وو، پوښتنه وکړه.
3هغوی ماته ځواب راکړ: «هغه خلک چې ژوندي پاتې دي او بېرته د یهودا ولایت ته راغلي دي د ډېرو کړاوونو او رسوایۍ سره مخامخ دي. د اورشلیم دېوالونه راغورځول شوي دي او د هغه دروازې سوځېدلې دي.»
4کله چې ما دا ټولې خبرې واورېدلې، نو کښېناستم او په ژړا شوم.څو ورځې مې ویر وکړ او روژه مې ونیوله. د اسمانونو خدای ته مې دعا وکړه:
5«ای د اسمانونو څښتنه خدایه! ته ډېر لوی او هیبتناکه یې. هرڅوک چې ستا سره مینه کوي او ستا په حکمونو باندې عمل کوي، ته په وفادارۍ د هغه سره په خپل لوظ باندې ولاړ یې.
6ای څښتنه، ماته وګوره، او د خپل خدمتګار هغه دعا واوره چې شپه او ورځ یې ستا د خدمتګارانو یعنې د اسراییلو د قوم دپاره کوم. زه په هغو ګناهونو باندې اقرار کوم چې مونږ اسراییلیانو ستا په وړاندې کړي دي. حتی ما او زما خپلې کورنۍ هم ګناه کړې ده.
7مونږ ستا په وړاندې بد عمل کړی دی او ستا حکمونه مو سرته نه دي رسولي. مونږ د هغو قوانینو څخه پیروي نه ده کړې چې د خپل خدمتګار موسی په وسیله دې مونږ ته راکړي وو.
8هغه خبره چې تا موسی ته کړې وه، اوس هغه در په یاد کړه. تا ویلي وو: ‹که چېرې تاسو د اسراییلو قوم زما سره بې وفایي وکړه، نو زه به تاسو د نورو قومونو په منځ کې خواره واره کړم.
9خو که چېرې تاسو بېرته زما خواته راوګرځئ او زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، حتی که د نړۍ په کنجونو کې هم خواره واره شوي یئ، زه به تاسو بېرته هغه ځای ته راولم چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی.›
10ای څښتنه، دا ستا خدمتګاران دي او ستا خپل قوم دی. تا هغوی په خپل لوی قوت او طاقت سره ازاد کړي دي.
11اوس زما دعا او د خپلو نورو ټولو خدمتګارانو دعا چې غواړي ستا درناوی وکړي، قبوله کړه. زه زارۍ او غوښتنه کوم کله چې نن د پاچا حضور ته ورځم، نو زما سره مرسته وکړه او د هغه زړه نرم کړه ترڅو زما غوښتنه ومني.»په هغو ورځو کې زه د پاچا ساقي وم.