Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1۱په ابتدا کې خدای پاک اسمان او ځمکه پیدا کړل.
2ځمکه خالي او بې شکله وه او د ژورو دریابونو په سطح باندې تیاره وه او د خدای پاک روح د اوبو په مخ باندې ګرځېده.
3خدای پاک وفرمایل: او رڼایي شوه.
4خدای پاک رڼایي ولیدله چې ښه ده او هغه رڼایي د تیارې څخه جدا کړه.
5خدای پاک رڼایي د ورځې په نوم یاده کړه او تیاره یې د شپې په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا اوله ورځ وه.
6خدای پاک وفرمایل:
7خدای پاک فضا جوړه کړه او د فضا لاندې اوبه یې د پاسنیو اوبو څخه جدا کړې او هماغه شان وشول.
8خدای پاک فضا د اسمان په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.
9خدای پاک وفرمایل: او هماغه شان وشول.
10خدای پاک وچه د ځمکې په نوم یاده کړه او اوبه یې د دریاب په نوم یادې کړې او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
11خدای پاک وفرمایل: او هماغه شان وشول.
12ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نیسي او هغه مېوه دارې ونې چې د هغو تخم د هغوی د جنس په شان وي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
13ماښام ؤ او سهار شو. دا دریمه ورځ وه.
14خدای پاک وفرمایل چې
15او د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي> او هماغه شان وشول.
16خدای پاک دوه لویې رڼاګانې جوړې کړې، لمر یې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ یې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري یې هم جوړ کړل.
17خدای پاک هغوی د اسمان په فضا کې ځای په ځای کړل ترڅو ځمکې ته رڼایي ورکړي،
18چې ورځ او شپه ورباندې رڼا شي او رڼا د تیارې څخه جدا کړي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
19ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.
20خدای پاک وفرمایل:
21نو خدای پاک لوی دریابي حیوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسیږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
22خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ، ویې فرمایل:
23م��ښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.
24خدای پاک وفرمایل: او هماغه شان وشول.
25نو خدای پاک وحشي حیوانات د هغو د جنس په شان او کورني حیوانات او خزندې د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
26خدای پاک وفرمایل:
27نو خدای پاک انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای پاک په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل.
28خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ او ویې فرمایل:
29خدای پاک وفرمایل:
30ما ټولو وحشي حیواناتو، مرغانو، خزندو او هغو ټولو ته چې د ژوندون ساه په کې ده ټول شنه بوټي د هغوی د خوراک دپاره ورکړل.> او همداسې وشول.
31هر هغه څه چې خدای پاک جوړ کړي وو هغه یې ولیدل چې ټول ډېر ښه وو! ماښام ؤ او سهار شو. دا شپږمه ورځ وه.