Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1۱نو اسمان او ځمکه او نور ټول شیان جوړ شول.
2په اوومه ورځ خدای پاک هغه ټول کارونه چې کول یې سرته ورسول او کار یې بس کړ.
3خدای پاک اوومه ورځ مبارکه وبلله او هغه یې خاصه وګرځوله ځکه چې په هغه ورځ هغه پیدایښت پوره کړ او کار یې بس کړ.
4دا د اسمان او ځمکې پیدا کېدل وو.څه وخت چې څښتن خدای اسمانونه او ځمکه جوړ کړل،
5تر هغه وخته پورې لا هیڅ واښه یا نور بوټي راشنه شوي نه وو، ځکه چې څښتن خدای باران نه ؤ اورولی او څوک نه ؤ چې په ځمکه باندې کار وکړي.
6نو د ځمکې څخه د اوبو ویالې راووتلې او د ځمکې مخ ته یې اوبه ورکړې.
7څښتن خدای خاوره راواخیستله او د هغې څخه یې آدم جوړ کړ او د هغه په پوزه کې یې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو.
8څښتن خدای په عدن کې لمرخاته خواته یو باغ جوړ کړ او هغه انسان چې هغه جوړ کړی ؤ هغه یې په دې باغ کې واچاوه.
9خدای پاک په دې باغ کې هر قسم ښایسته او مېوه دارې ونې راشنې کړلې او د باغ په منځ کې دوه نورې ونې وې. یوه د ژوندانه ونه او بله د ښو او بدو د پېژندلو ونه.
10د عدن څخه یو سیند جاري شو چې باغ ته اوبه ورکړي او دا سیند بیا په څلورو سیندونو باندې ووېشل شو.
11د اولني سیند نوم فیشون دی چې د حویلې په ټوله ځمکه باندې راتاو شوی دی او هلته سره زر دي،
12چې د هغه ځای سره زر ډېر ښه دي. د خوشبویۍ مواد او قیمتي تیږې هم په کې پیدا کیږي.
13دوهم یې د جیحون سیند دی چې د کوش د ټولې ځمکې څخه راتاو شوی دی.
14دریم سیند د دجلې په نوم یادیږي چې د آشور لمرخاته خواته بهیږي او څلورم د فرات سیند دی.
15نو څښتن خدای حضرت آدم د عدن په باغ کې واچاوه چې د هغه خدمت او ساتنه وکړي.
16څښتن خدای حضرت آدم ته وفرمایل:
17مګر د ښو او بدو د پېژندلو د ونې څخه نه، ځکه کله چې د هغې ونې مېوه وخورې بې شکه چې مړ به شې.>
18څښتن خدای وفرمایل:
19نو بیا څښتن خدای د خاورې څخه ټول حیوانات او مرغان جوړ کړل او هغه یې حضرت آدم ته راوستل ترڅو وګوري چې په هغوی باندې کوم نوم ږدي. په دې ترتیب سره په هغوی ټولو باندې نومونه کېښودل شول.
20بیا حضرت آدم په ټولو کورني او وحشي حیواناتو او مرغانو باندې نومونه کېښودل.د هغوی څخه یو هم د حضرت آدم دپاره مناسب ملګری نه ؤ.
21نو څښتن خدای حضرت آدم په درانه خوب باندې ویده کړ او د هغه د پوښتیو څخه یې یوه راواخیستله او د هغې ځای یې په غوښه باندې ډک کړ.
22څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه یې حضرت آدم ته راوستله.
23حضرت آدم وفرمایل:
24له همدې کبله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او سره یو وجود شي.
25سره د دې چې حضرت آدم او د هغه ښځه دواړه لوڅ وو، خو دوی نه شرمېدل.