Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1۱د هغو ټولو وحشي حیواناتو د ډلې څخه چې څښتن خدای جوړ کړي وو، مار ډېر مکرجن ؤ. یوه ورځ هغه ښځې ته راغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
2ښځې ځواب ورکړ:
3بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته فرمایلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتیٰ هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ.>
4مار ښځې ته وویل:
5خدای پاک پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای پاک په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.>
6ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې وخوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله.
7په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي نو د اینځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل.
8مازدیګر کله چې باد لګېده، حضرت آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل.
9څښتن خدای په حضرت آدم باندې غږ وکړ:
10هغه ځواب ورکړ:
11خدای پاک ورڅخه پوښتنه وکړه:
12حضرت آدم وفرمایل:
13نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: ښځې ځواب ورکړ:
14نو څښتن خدای مار ته وویل:
15زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.>
16څښتن خدای ښځې ته وفرمایل:
17څښتن حضرت آدم ته وفرمایل:
18ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې.
19د خپل تندي په خولو باندې به خواړه خورې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.>
20حضرت آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي.
21څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.
22څښتن خدای وفرمایل:
23نو څښتن خدای دوی د عدن د باغ څخه وشړل چې لاړ شي او په هغې ځمکې باندې کار وکړي چې د هغې د خاورې څخه حضرت آدم جوړ شوی ؤ.
24حضرت آدم یې وشاړه او د عدن د باغ لمرخاته خواته د ننوتلو په دروازه کې یې کیروبیان او هغه اور لرونکې توره چې هرې خواته به تاوېدله، ودرول ترڅو څوک ونه شي کولی چې د ژوندانه ونې ته ورنژدې شي.