Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1۱حضرت آدم د بي بي حوا سره یوځای شو او بي بي حوا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. بي بي حوا وفرمایل:
2وروسته بیا هغې بل زوی هابیل وزېږاوه. هابیل شپون شو، خو قائن زمیندار شو.
3لږه موده وروسته قائن د خپلې ځمکې د حاصلاتو یوه برخه د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه.
4او هابیل هم خپل اولنی پیدا شوی وری قرباني کړ او ډېره ښه حصه یې د څښتن حضور ته نذرانه وړاندې کړه. څښتن هابیل او د هغه نذرانه قبوله کړه.
5خو قائن او د هغه نذرانه یې قبوله نه کړه، نو قائن ډېر په قهر شو او خپل سر یې ښکته واچاوه.
6څښتن قائن ته وفرمایل:
7که ښه کار دې کړی وای، آیا قبول شوی به نه وای؟ مګر ښه دې نه دي کړي. اوس ګناه د دې موقعې په لټه کې ده چې په تا باندې حمله وکړي، هغه غواړي چې حکم درباندې وچلوي مګر ته باید په هغې باندې غالب شې.>
8قائن خپل ورور هابیل ته وویل: هغه وخت چې دوی په پټي کې وو قائن په خپل ورور هابیل باندې حمله وکړه او ویې واژه.
9بیا څښتن د قائن څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
10بیا څښتن وفرمایل:
11زه به په تا باندې لعنت ووایم، ځکه چې تا هابیل وواژه او د هغه وینه دې په ځمکه باندې توی کړه. ته به هیڅکله په دې ځمکه باندې کښت ونه کړې.
12که ته په دې ځمکه باندې خواري وکړې، هغه به ستا دپاره هیڅ حاصل درنه کړي. ته به بې کوره یې او خپل پاتې عمر به یو ځای او بل ځای په پرېشانۍ او سرګردانۍ کې تېروې.>
13قائن وویل:
14ما نن د دې خاورې څخه شړې، چې خپل کور پرېږدم او ستا د حضور څخه لېرې لاړ شم. زه به بې کوره پرېشانه او سرګردانه ګرځم او هرڅوک چې ما پیدا کړي نو وبه مې وژني.>
15څښتن ځواب ورکړ: نو څښتن په قائن باندې یوه نښه کېښودله چې دا به د هغه چا دپاره خبرداری وي څوک چې وغواړي قائن ووژني.
16قائن د خدای پاک د حضور څخه لاړ. هغه په نود (یعنې سرګردانۍ) نومي ځای کې چې د عدن لمرخاته خواته پروت ؤ ژوند اختیار کړ.
17قائن د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې خنوخ نوم کېښود. هغه یو ښار جوړ کړ او د خپل زوی خنوخ نوم یې ورباندې کېښود.
18د خنوخ څخه عیراد پیدا شو او د عیراد څخه محویائیل پیدا شو، د محویائیل څخه متوشائیل پیدا شو او د متوشائیل څخه لمک پیدا شو.
19لمک دوه ښځې وکړې، د یوې نوم عاده ؤ او د بلې نوم ظله ؤ.
20د عادې څخه یابال پیدا شو او هغه اولنی نفر ؤ چې کورني حیوانات یې روزل او په خېمو کې اوسېده.
21د هغه د ورور نوم یوبال ؤ او هغه اولنی نفر ؤ چې رڅپرکی او شپېلۍ به یې وهله.
22د ظلې څخه هم توبل قائن پیدا شو او هغه آهنګر ؤ او د برنجو او اوسپنې څخه به یې د کار هر ډول وسایل جوړول. نعمه د توبل قائن خور وه.
23یوه ورځ لمک خپلو ښځو ته وویل:
24که بدل د قائن اخیستل کیږي په اووه وارېنو د لمک به اخیستی شي اووه اویا وارې>
25حضرت آدم بیا د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې شیث کېښود. هغې وفرمایل:
26د شیث زوی پیدا شو او د هغه نوم یې انوش کېښود. په همدې وخت کې خلکو د څښتن عبادت کول شروع کړل.