Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1۱دا د حضرت آدم د اولادې د پیدا کېدلو لیکلی بیان دی. کله چې خدای پاک انسان پیدا کړ، هغه یې د خپل ځان په شان پیدا کړ.
2هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل او برکت یې ورته ورکړ او هغوی یې انسانان وبلل.
3حضرت آدم د یوسلو دېرش کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو چې د هماغه په شان ؤ او په هغه باندې یې شیث نوم کېښود.
4د شیث د پیدا کېدلو څخه وروسته حضرت آدم اته سوه کاله نور هم ژوندی ؤ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
5نو حضرت آدم د نهه سوه دېرش کالو په عمر ؤ چې وفات شو.
6شیث د یوسلو پنځو کالو ؤ چې د هغه زوی انوش پیدا شو.
7او وروسته له هغې چې دی د انوش پلار شو، شیث اته سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
8او په نهه سوه دولس کلنۍ کې مړ شو.
9انوش د نوي کالو په عمر ؤ چې زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې قینان کېښود.
10وروسته له دې چې هغه د قینان پلار شو انوش اته سوه پنځلس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
11او په نهه سوه پنځه کلنۍ کې مړ شو.
12قینان اویا کلن ؤ چې د هغه زوی مهللئیل پیدا شو.
13وروسته له دې چې هغه د مهللئیل پلار شو قینان اته سوه څلوېښت کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
14او په نهه سوه لس کلنۍ کې مړ شو.
15مهللئیل پنځه شپېته کلن ؤ چې د هغه زوی یارد پیدا شو.
16مهللئیل د یارد د زېږېدو څخه وروسته اته سوه دېرش کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
17او په اته سوه پنځه نوي کلنۍ کې مړ شو.
18یارد د یوسلو دوه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی خنوخ پیدا شو.
19وروسته له دې چې هغه د خنوخ پلار شو یارد اته سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
20او په نهه سوه دوه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
21خنوخ د پنځه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی متوشالح پیدا شو.
22وروسته له دې چې هغه د متوشالح پلار شو خنوخ درې سوه کاله د خدای پاک سره په دوستۍ کې تېر کړل او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
23خنوخ درې سوه پنځه شپېته کاله ژوند وکړ.
24هغه د خدای پاک سره په دوستۍ کې خپل ژوند تېر کړ او له هغې څخه وروسته هغه د سترګو څخه پناه شو ځکه چې خدای پاک هغه پورته یووړ.
25متوشالح د یوسلو اووه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی لمک پیدا شو.
26وروسته له دې چې هغه د لمک پلار شو، متوشالح اووه سوه دوه اتیا کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
27او په نهه سوه نهه شپېته کلنۍ کې مړ شو.
28لمک د یوسلو دوه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو.
29لمک وویل: نو په هغه باندې یې نوح نوم کېښود.
30وروسته له دې چې حضرت نوح پیدا شو، لمک پنځه سوه پنځه نوي کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې
31او په اووه سوه اووه اویا کلنۍ کې مړ شو.
32وروسته له دې چې حضرت نوح د پنځه سوه کالو شو، د هغه درې زامن پیدا شول چې سام، حام او یافث نومېدل.