Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1۱-
2د انسانانو شمېر د ځمکې په مخ په زیاتېدو شو او د هغوی لورګانې پیدا شوې. د هغوی څخه ځینې دومره ښکلې وې چې د فرښتو ډېرې خوښې شولې او د هرې یوې سره یې چې غوښتل ودونه یې وکړل.
3هغه وخت څښتن وفرمایل:
4کله چې فرښتو د انسانانو د لورګانو سره ودونه وکړل د هغوی څخه ډېر لوی او قوي انسانان پیدا شول او د پخوانۍ زمانې او حتیٰ وروسته هم مشهور جنګیالیان وو.
5څښتن ولیدل چې په دنیا کې د انسان بدکاري زیاته شوه او د دوی ټول خیالونه او ارادې خرابې دي.
6نو څښتن پښېمانه شو او هغه خفه شو چې انسان یې د ځمکې په مخ پیدا کړی دی.
7نو هغه وفرمایل:
8خو خدای پاک د حضرت نوح څخه راضي ؤ.
9دا د حضرت نوح قصه ده. حضرت نوح په خپله زمانه کې نېک او پرهېزګار سړی ؤ او خدای پاک ته ډېر نژدې ؤ.
10هغه درې زامن درلودل: سام، حام او یافث.
11مګر د خدای پاک په نظر کې ځمکه د فساد څخه ډکه شوې وه او د ظلم زیاتي لمن هرې خواته خپره شوې وه.
12خدای پاک ولیدل چې دنیا فاسده شوې ده ځکه چې ټول انسانان بې لارې شوي او فاسد شوي دي.
13خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل:
14د ځان دپاره د ډېرو ښو لرګیو څخه کشتۍ جوړه کړه، په هغې کې کوټې جوړې کړه او دننه او دباندې ورته د قیر پوښ ورکړه.
15او هغه داسې جوړه کړه چې اوږدوالی یې یوسلو پنځه دېرش متره، سور یې دوه ویشت متره او لوړوالی یې دیارلس متره وي.
16په کشتۍ باندې یو بام جوړ کړه او د پنځه څلوېښت سانتي مترو په شاوخوا کې د بام او د کشتۍ د اړخ ترمنځ فاصله پرېږده. کشتۍ درې منزله جوړه کړه او په یوه اړخ کې ورته دروازه جوړه کړه.
17زه په ځمکه باندې سیلاب راولم چې ټول ژوندي موجودات له منځه یوسي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي مړه شي.
18مګر زه به ستا سره لوظ وکړم چې ته به د خپلو زامنو، خپلې ښځې او د خپلو زامنو د ښځو سره کشتۍ ته ورننوزې.
19د ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره کشتۍ ته راوله ترڅو هغه ژوندي وساتې.
20د هر ډول مرغانو، حیواناتو او خزندو څخه به دوه دوه تاته راشي ترڅو ژوندي وساتل شي.
21د خپل ځان او هغوی دپاره هر ډول خواړه له ځانه سره واخله او ذخیره یې کړه.>
22نو حضرت نوح ټول کارونه د خدای پاک د حکم سره سم سرته ورسول.