Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1څښتن حضرت نوح ته وفرمایل:
2د ټولو پاکو حیواناتو څخه اووه، اووه جوړې نر او ښځه او د ناپاکو حیواناتو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره واخله.
3او همدارنګه د هر قسم مرغانو څخه اووه جوړې نر او ښځه واخله ترڅو د هغوی نسل د ځمکې په مخ باندې ژوندی پاتې شي.
4ځکه چې زه به پس له اووه ورځو څخه په ځمکه باندې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې باران واوروم او ټول ژوندي مخلوقات چې ما جوړ کړي دي هغه به له منځه یوسم.>
5حضرت نوح هغه ټول کارونه سرته ورسول چې خدای پاک ورته حکم کړی ؤ.
6حضرت نوح د شپږسوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سیلاب راغی.
7حضرت نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سیلاب څخه د بچ کېدلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل.
8-
9لکه څنګه چې خدای پاک حضرت نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه حضرت نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل.
10نو پس له اووه ورځو سیلاب راغی.
11حضرت نوح شپږسوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې.
12څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده.
13او په هماغه ورځ حضرت نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافث او د حضرت نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل.
14د هغوی سره د هر قسم کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر قسم مرغانو
15یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه حضرت نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل.
16لکه څنګه چې خدای پاک حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن د هغوی پسې دروازه وتړله.
17باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه.
18اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه.
19اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې تر اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل.
20اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې.
21د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول.
22د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول.
23څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یوړل او یوازې حضرت نوح او هغوی چې په کشتۍ کې د هغه سره وو، پاتې شول.
24اوبه یوسلو پنځوس ورځې وروسته مخ په کمېد��و شوې.