Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1خدای پاک حضرت نوح او هغه ټول حیوانات چې په کشتۍ کې د هغه سره وو را په یاد کړل، نو خدای پاک په ځمکه باندې باد راوالوزاوه او اوبه په کمېدو شوې.
2خدای پاک د ځمکې لاندې اوبه او د اسمان د اوبو دروازې بندې کړې او باران ودرېد.
3په یوسلو پنځوسو ورځو کې اوبه ورو، ورو د ځمکې د مخ څخه کمې شوې.
4او د اوومې میاشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د ارارات په غرونو باندې ودرېده.
5اوبه کمې شوې او د لسمې میاشتې په اوله ورځ د غرونو څوکې ښکاره شوې.
6وروسته له څلوېښتو ورځو حضرت نوح د کشتۍ کړکۍ خلاصه کړه
7او کارغه یې دباندې ولېږه، خو کارغه به یو خوا او بل خواته الوت تر هغې پورې چې ځمکه وچه شوه.
8حضرت نوح غوښتل پوه شي چې آیا د ځمکې په مخ باندې اوبه کمې شوې دي یا نه، نو یوه کوتره یې والوزوله.
9مګر کوترې د خپل ځان دپاره د ناستې ځای پیدا نه کړ ځکه چې د ځمکې په مخ باندې لا اوبه ولاړې وې او هغه بېرته کشتۍ ته راستنه شوه. حضرت نوح خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې ونیوله او کشتۍ ته یې ننه ایستله.
10هغه اووه ورځې نور صبر وکړ او بیا یې کوتره ولېږله.
11کوتره د ماښام په وخت کې بېرته هغه ته راستنه شوه او د زیتون تازه پاڼه یې په مښوکه کې نیولې وه، نو حضرت نوح پوه شو چې اوبه کمې شوې دي.
12هغه اووه ورځې نور انتظار وکړ او یو ځل بیا یې کوتره ولېږله، مګر دا ځل هغه بېرته رانغله.
13په هغه وخت کې حضرت نوح د شپږسوه یو کالو په عمر ؤ. د هماغه کال د اولې میاشتې په اوله نېټه ځمکه مخ په وچېدو شوه. حضرت نوح د کشتۍ پوښ لېرې کړ، شاوخوا یې وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې مخ وچ شوی ؤ.
14د دوهمې میاشتې په اوویشتمه ورځ ځمکه بېخي وچه شوه.
15خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل:
17ټول مرغان او حیوانات د ځان سره دباندې راوباسه، ترڅو دوی خپل همجنس وزېږوي او په ټوله ځمکه باندې خپاره شي.>
18نو حضرت نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغوی د ښځو سره د کشتۍ څخه راووت.
19ټول حیوانات او مرغان د خپلو جنسونو سره ډلې ډلې د کشتۍ څخه ووتل.
20حضرت نوح د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه د هر قسمه پاکو حیواناتو او مرغانو څخه یو یو واخیست او هغه ټول یې د قربانۍ په ځای کې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړل.
21او د سوزېدونکې قربانۍ بوی په څښتن باندې ښه ولګېده، هغه د خپل ځان سره وویل:
22ترڅو پورې چې دنیا موجوده وي نو د ځمکې کرل، رېبل، یخني او ګرمي، اوړی او ژمی او شپه او ورځ به هم وي.>