Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته برکت ورکړ او ویې فرمایل:
2ټول حیوانات، مرغان، خزندې او ماهیان به له تاسو څخه وېریږي او دا ټول به ستاسو په اختیار کې وي.
3هر شی چې ژوندی دی او حرکت کوي، هغه به ستاسو د خوراک دپاره وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته شنه بوټي درکړل، اوس هرڅه تاسو ته درکوم.
4یو شی چې تاسو یې باید ونه خورئ هغه داسې غوښه ده چې وینه په کې وي. دا مې منع کړي دي ځکه چې په وینه کې ژوندون دی.
5که څوک د یو انسان څخه ژوند واخلي هغه به سزا ومومي. که چېرې کوم حیوان یو انسان ووژني زه به هغه ته د مرګ سزا ورکوم.
6انسان د خدای پاک په شکل جوړ شوی دی، نو چا چې هغه وواژه، هغه به هم د بل چا په وسیله وژل کیږي.
7تاسو باید زیات ماشومان وزېږوئ، ترڅو ستاسو اولاده په ټوله دنیا کې زیاته شي.>
8خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته وفرمایل:
10او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره چې ستاسو سره وو، یعنې مرغانو، کورني او وحشي حیواناتو، هغوی ټول چې ستاسو سره د کشتۍ څخه راووتل او همدارنګه د ځمکې په مخ ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره
11لوظ کوم چې بیا به هیڅکله ټول ژوندي مخلوقات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. هیڅکله به بیا سیلاب ځمکه نه خرابوي.>
12خدای پاک وفرمایل:
13زه د ورېځو په منځ کې شنه او سره ږدم او دا به زما او د دنیا په منځ کې د لوظ نښه وي.
14کله چې زه په ځمکه باندې ورېځې راخپرې کړم او په هغې کې شنه او سره راښکاره شي،
15زه به خپل هغه لوظ چې ستاسو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره مې کړی ؤ رایادوم او نور به هیڅکله ټول ژوندي موجودات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي.
16کله چې په ورېځو کې شنه او سره راښکاره شي، زه به هغې ته ګورم او خپل هغه ابدي لوظ به رایادوم چې زما او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ شوی ؤ.>
17نو خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل:
18د حضرت نوح زامن چې د کشتۍ څخه راووتل هغه سام، حام او یافث وو. وروسته بیا د حام زوی پیدا شو او نوم یې کنعان ؤ.
19دا د حضرت نوح درې زامن وو چې د هغوی څخه د دنیا ټول خلک راپیدا شول.
20حضرت نوح دهقان ؤ او هغه اولنی سړی ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ.
21یوه ورځ هغه شراب وڅښل او نېشه شو، خپل کالي یې وویستل او په خپله خېمه کې لوڅ پروت ؤ.
22حام خېمې ته ننوت او ویې لیدل چې هغه لوڅ دی، نو هغه دباندې راووت او خپلو ورونو ته یې هم وویل.
23بیا سام او یافث چپنه واخیستله او په خپلو اوږو باندې یې واچوله. هغوی په شا باندې خېمې ته ورغلل، خپل پلار یې ورباندې پټ کړ او خپل مخونه یې بلې خواته واړول ترڅو د خپل پلار لوڅوالی ونه ویني.
24کله چې حضرت نوح د نېشې څخه په حال شو، په دې پوه شو چې د هغه کشر زوی د هغه سره څه کړي دي.
25هغه وفرمایل:
26د سام څښتن خدای ته ثناه ووایئ!کنعان به د سام غلام وي
27زه دعا کوم چې څښتن دې یافث تهډېره زیاته ځمکه ورکړياو پرېږده چې هغه د سام سیمه ونیسيکنعان دې د هغه غلام وي>
28د سیلاب څخه وروسته حضرت نوح درې سوه پنځوس کاله ژوند وکړ
29او د نهه سوه پنځوس کالو په عمر وفات شو.