Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1دا د حضرت نوح د زامنو حام، سام او یافث اولاده ده چې د سیلاب څخه وروسته زېږېدلې ده.
2د یافث زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس.
3د جومر زامن: آشکناز، ریفات او توجرمه.
4د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیم او رودانیم.
5دا د هغو خلکو نیکونه وو چې د دریاب په غاړه او په جزیرو کې اوسیږي. دا ټوله د یافث اولاده وه چې خپلې ژبې، خپل قومونه او خپلې ځمکې یې درلودلې.
6د حام زامن: کوش، مصرایم، فوط او کنعان.
7د کوش اولاده سبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شبا او ددان وه.
8د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د دنیا اولنی قوي جنګیالی ؤ.
9هغه د خدای پاک په نظر کې یو ډېر قوي ښکاري ؤ، له دې کبله خلک وایي:
10د هغه په پادشاهۍ کې اول څپرکیل، ارک، اکد او کلنه شامل وو چې دا درې واړه د شنعار په خاوره کې پراته دي.
11او د هغه ځای څخه نمرود آشور ته لاړ او د نینوا، رحوبوت عیر او کالح ښارونه
12او ریسن چې د نینوا او د کالح د لوی ښار ترمنځ پروت دی جوړ کړل.
13د مصرایم اولاده د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو،
14فتروسیانو، کسلوحیانو او کریت قومونه دي. (فلسطینیان د کریت د قوم څخه وو.)
15کنعان د صیدون پلار ؤ چې د هغه مشر زوی ؤ او همدارنګه هغه د حیتیانو،
16یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو،
17حویانو، عرقیانو، سینیانو،
18اروادیانو، صماریانو او حماتیانو نیکه هم ؤ. د هغه څخه وروسته د کنعانیانو قبیلې خپرې شوې.
19د کنعان پولې د صیدون څخه د جرار خواته تر غزې او بیا د سدوم، عمورې، ادمه او صبوئیم څخه تر لاشع پورې ورسېدلې.
20دا د حام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.
21د سام څخه چې د یافث مشر ورور ؤ هم زامن پیدا شول او سام د ټولو عبرانیانو نیکه ؤ.
22د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او ارام وو.
23د ارام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو.
24ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عابر پلار ؤ.
25د عابر څخه دوه زامن پیدا شول، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د دنیا خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ.
26د یقطان څخه الموداد، شالف، حضرموت، یارح،
27هدورام، اوزال، دقله،
28عوبال، ابیمائیل، شبا،
29اوفیر، حویله او یوڅپرکی پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.
30هغه سیمه چې هغوی په کې اوسېدل هغه د میشا څخه د سفارې د لمرخاته غرنۍ سیمې پورې غزېدلې وه.
31دا د سام اولاده ده چې په خپلو قبیلو او سیمو کې اوسېدل او هر یو په خپلو ژبو خبرې کولې.
32او په دې سره د حضرت نوح د اولادې لست پوره کیږي. د سیلاب څخه وروسته د هغوی د اولادې څخه قومونه رامنځته شول او په ټوله دنیا کې خپاره شول.