Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1په هغه وخت کې د ټولې دنیا خلکو یوه ژبه درلودله او یو قسم خبرې به یې کولې.
2خو وروسته هغوی د مشرق خواته کډه وکړه او د شنعار په ځمکه کې یې یوه میداني پیدا کړه او هلته اوسېدل.
3هغوی یو بل ته وویل: هغوی د تیږو په ځای خښتې او د مسالې په ځای قیر استعمال کړ.
4هغوی وویل:
5مګر کله چې څښتن راښکته شو چې هغه ښار او برج چې خلکو جوړ کړی ؤ وګوري،
6هغه وفرمایل:
7راځئ چې کوز شو او د هغوی ژبه سره ګډه وډه کړو ترڅو دوی یو د بل په خبرو باندې پوه نه شي.>
8نو څښتن هغوی په ټوله دنیا کې خپاره کړل او هغوی مجبور شول چې د ښار د جوړولو څخه لاس واخلي.
9په دې سبب هغه ځای د څپرکیل په نوم یاد شو ځکه چې څښتن هلته د هغوی ژبه ګډه وډه کړه او هغوی یې په ټوله دنیا کې خپاره کړل.
10دا د سام اولاده ده: د سیلاب څخه دوه کاله وروسته هغه وخت چې سام د سلو کالو په عمر ؤ د هغه زوی آرفکشاد پیدا شو.
11د آرفکشاد د پیدا کېدو څخه وروسته سام پنځه سوه کاله نور هم ژوند وکړ او نور اولادونه یې پیدا شول.
12آرفکشاد د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی شالح پیدا شو.
13د شالح د پیدا کېدو څخه وروسته آرفکشاد څلورسوه درې کاله نور ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
14هغه وخت چې شالح د دېرشو کالو په عمر ؤ د هغه زوی عابر پیدا شو.
15پس له هغې، شالح څلورسوه درې کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
16عابر د څلوردېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی فالج پیدا شو.
17کله چې فالج پیدا شو، عابر څلورسوه دېرش کاله نور هم ژوند وکړ او زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
18فالج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی رعو پیدا شو.
19د رعو د پیدا کېدلو څخه وروسته فالج دوه سوه نهه کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
20رعو د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی سروج پیدا شو.
21د سروج د پیدا کېدلو څخه وروسته رعو دوه سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
22سروج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی ناحور پیدا شو.
23د ناحور د پیدا کېدلو څخه وروسته سروج دوه سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
24ناحور د نهه ویشتو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی تارح پیدا شو.
25د تارح د پیدا کېدلو څخه وروسته ناحور یوسلو نولس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
26وروسته له دې چې تارح د اویا کالو په عمر شو، د هغه زامن حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول.
27دا د تارح اولاده ده چې د هغه څخه حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول. هاران د حضرت لوط پلار ؤ.
28د هاران پلار لا ژوندی ؤ چې هغه خپل د زېږېدو په ځای یعنې اور کلدانیانو کې مړ شو.
29حضرت ابرام د سارای سره واده وکړ او ناحور د ملکې سره چې د هاران لور وه واده وکړ. هاران د یسکا پلار هم ؤ.
30سارای شنډه وه او ماشومان یې نه درلودل.
31تارح خپل زوی حضرت ابرام، خپل لمسی حضرت لوط چې د هاران زوی ؤ او د هغه نږور یعنې د حضرت ابرام ښځه سارای د ځان سره واخیستل او د اور کلدانیانو څخه ووتل چې د کنعان خاورې ته لاړ شي. خو کله چې هغوی حران ته راغلل هلته پاتې شول.
32تارح د دوه سوه پنځو کالو په عمر په حران کې مړ شو.