Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل:
2زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او تاته به برکت درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې.
3څوک چې تاته برکت درکوي زه به هغوی ته برکت ورکړممګر څوک چې په تا باندې لعنت وایي زه به په هغوی باندې لعنت ووایماو ستا په وسیله به د دنیا ټولو قومونو ته برکت ورکړم>
4لکه څنګه چې خدای پاک حضرت ابرام ته فرمایلي وو هغه لاړ او حضرت لوط هم ورسره لاړ. حضرت ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو.
5حضرت ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره حضرت لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.کله چې هلته ورسېدل،
6حضرت ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده ترڅو د موره مقدسې ونې ته ورسېده چې هغه په شکیم کې یو پاک ځای ؤ. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.)
7څښتن حضرت ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: نو حضرت ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ د قربانۍ ځای جوړ کړ.
8بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت ئیل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. حضرت ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ.
9بیا هغه د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله او د کنعان جنوب خواته لاړ.
10مګر په کنعان کې قحطي راغله او هغه دومره سخته شوه چې حضرت ابرام مصر ته لاړ چې هلته د لږ وخت دپاره واوسیږي.
11څه وخت چې هغه د مصر سرحد ته ورنژدې شو، خپلې ښځې سارای ته یې وویل:
12کله چې مصریان تا وویني، وبه وایي: دا د هغه ښځه ده. نو دوی به ما ووژني او تا به ژوندۍ پرېږدي.
13هغوی ته ووایه چې ته زما خور یې، نو ستا په خاطر به هغوی زما سره ښه رویه وکړي او ما به ژوندی پرېږدي.>
14څه وخت چې هغه مصر ته داخل شو، مصریانو ولیدل چې د هغه ښځه ډېره ښایسته وه.
15کله چې د فرعون درباریانو هغه ولیدله، هغوی د فرعون په مخکې د هغې صفت وکړ او هغه یې د فرعون ماڼۍ ته وروستله.
16فرعون د هغې په خاطر د حضرت ابرام سره ښه رویه وکړه او هغه ته یې پسونه، وزې، پادې، خره او خرې، اوښان، وینځې او غلامان ورکړل.
17مګر څښتن فرعون او د هغه درباریان د حضرت ابرام د ښځې سارای په سبب په خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل.
18نو فرعون حضرت ابرام راوغوښت او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
19ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده، کېدای شو چې ما د هغې سره واده کړی وای؟ ګوره دا ستا ښځه ده، هغه واخله او لاړ شه!>
20فرعون خپلو نفرو ته حکم وکړ چې حضرت ابرام او د هغه ښځه د هر هغه څه سره چې درلودل یې ولېږي.