Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1حضرت ابرام د خپلې ښځې او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د مصر څخه د کنعان جنوبي خواته لاړ او حضرت لوط د هغه سره لاړ.
2حضرت ابرام شتمن سړی ؤ او هغه ډېر حیوانات، سره زر او سپین زر درلودل.
3هغه یو ځای او بل ځای ګرځېده او د بیت ئیل طرف ته لاړ. او هغه ځای ته ورسېده چې د بیت ئیل او عای ترمنځ پروت دی او حضرت ابرام پخوا هلته خپلې خېمې ودرولې وې.
4چېرته چې هغه د قربانۍ ځای جوړ کړی ؤ، هلته هغه د څښتن عبادت وکړ.
5او حضرت لوط هم چې د حضرت ابرام سره ؤ د پسونو او وزو رمې او پادې او خېمې درلودلې.
6په دې خاطر چې هغوی دواړو ډېر زیات حیوانات درلودل او د هغوی دپاره په کافي اندازه د څړځایونه نه وو، نو دوی نه شو کولی چې دواړه یوځای سره واوسیږي.
7نو د حضرت ابرام او حضرت لوط د شپانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په هغه وخت کې کنعانیان او فرزیان هم په دې خاوره کې اوسېدل.
8نو حضرت ابرام لوط ته وفرمایل:
9نو بیا راځئ چې سره جدا شو. د ځمکې هره برخه چې ته غواړې هغه انتخاب کړه. ته یو خوا لاړ شه او زه به بلې خواته لاړ شم.>
10حضرت لوط شاوخوا ته وکتل او د اردن ټوله دره یې ولیدله چې د سوغر پورې لکه د څښتن د باغ او مصر په شان شنه وه. دا هغه وخت ؤ چې څښتن لا سدوم او عموره له منځه نه وو وړي.
11نو حضرت لوط د اردن ټوله دره د خپل ځان دپاره خوښه کړه او د لمرخاته خواته یې کډه وکړه. په دې ډول هغوی یو د بل څخه بېل شول.
12حضرت ابرام د کنعان په خاوره کې پاتې شو او حضرت لوط د هغو ښارونو په منځ کې چې په دره کې پراته وو ځای په ځای شو او سدوم ته نژدې یې خېمې ودرولې.
13د سدوم خلک ډېر بدکاره وو او د څښتن په مقابل کې یې ډېر سخت ګناهونه کول.
14د حضرت ابرام څخه د حضرت لوط له جدا کېدلو وروسته څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل:
15دا ټوله ځمکه چې ته یې وینې زه به یې تا او ستا اولادې ته درکړم او دا به تر ابده پورې ستاسو وي.
16زه به تاته دومره زیاته اولاده درکړم چې د خاورو د ذرو په شان وي چې څوک یې نه شي شمارلی.
17اوس لاړ شه او ټول هېواد وګوره، ځکه چې هغه ټول تاته درکوم.>
18نو حضرت ابرام خپلې خېمې واخیستلې او د ممري لویو ونو ته نژدې چې په حبرون کې دي ځای په ځای شو او په هغه ځای کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.