Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1په هغه وخت کې د شنعار پادشاه امرافل، د الاسار پادشاه اریوک، د عیلام پادشاه کدرلاعمر او د قوئیم پادشاه تدعال
2لاړل چې د نورو پنځو پادشاهانو یعنې د سدوم د پادشاه بارع، د عمورې د پادشاه برشاع، د ادمه د پادشاه شنعاب، د صبوئیم د پادشاه شمئیبر او د بالع د پادشاه سره (بالع هماغه صوغر دی) جنګ وکړي.
3دغو پنځو پادشاهانو خپل ځواکونه د سدیم په دره کې چې اوس د ارام دریاب په نوم یادیږي سره یوځای کړل.
4هغوی دولس کاله د کدرلاعمر د لاس لاندې وو، خو په دیارلسم کال هغوی یاغي شول.
5په څوارلسم کال کدرلاعمر د هغو پادشاهانو سره چې د ده سره ملګري شوي وو، لاړ او رفائیانو ته یې په عشتروت قرنین، زوزیانو ته یې په هام او ایمیانو ته یې په شاوه قریتین کې
6او حوریانو ته یې د ادوم په غرنۍ سیمه کې تر ایل فاران پورې چې دښتې ته نژدې دی ماتې ورکړه.
7بیا هغوی بېرته راوګرځېدل او عین مشفاط ته چې وروسته د قادش په نوم یاد شو راغلل او د عمالیقیانو ټوله خاوره یې فتح کړه او اموریانو ته یې چې په حززون تامار کې اوسېدل ماتې ورکړه.
8په هغه وخت کې د سدوم، عموره، ادمه، صبوئیم او د بالع (صوغر) پادشاهان ووتل او د سدیم په دره کې یې خپلې جنګي لیکې جوړې کړې
9ترڅو د عیلام د پادشاه کدرلاعمر، د قوئیم د پادشاه تدعال، د شنعار د پادشاه امرافل او د الاسار د پادشاه اریوک په مقابل کې جنګ وکړي، یعنې څلور پادشاهان د پنځو په مقابل کې.
10د سدیم په دره کې د قیر ډېرې کندې وې. کله چې د سدوم او عمورې پادشاهان د جګړې څخه وتښتېدل، هغوی په دې کندو کې وغورزېدل او پاتې پادشاهان غرونو ته وتښتېدل.
11نو څلورو پادشاهانو د سدوم او عمورې ټول شیان چې په هغو کې د هغوی خواړه هم شامل وو واخیستل او لاړل.
12هغوی د حضرت ابرام وراره لوط هم د هغه د ټول مال او جایداد سره د ځان سره یووړ، ځکه چې هغه په سدوم کې اوسېده.
13یو نفر چې د هغو څخه تښتېدلی ؤ عبراني ابرام ته خبر ورکړ. په دې وخت کې حضرت ابرام هغو لویو ونو ته نژدې چې د اموري ممري پورې یې اړه درلودله اوسېده. ممری او د هغه ورونه اشکول او عانر ټول د حضرت ابرام سره ملګري وو.
14کله چې حضرت ابرام خبر شو چې د هغه وراره نیول شوی دی، نو هغه خپل درې سوه اتلس جنګي نفر راوغوښتل او تر دان پورې په هغو څلورو پادشاهانو پسې شول.
15د شپې په وخت کې حضرت ابرام خپل نفر سره ووېشل چې په دښمن باندې حمله وکړي او هغوی ته یې ماتې ورکړه او تر حوبې پورې چې د دمشق په شمال کې ده ورپسې شول.
16حضرت ابرام هغه ټول سامان چې هغوی لوټ کړی ؤ او د ځان سره یې وړی ؤ بېرته راوګرځاوه. همدارنګه هغه خپل وراره حضرت لوط د هغه د شتمنۍ سره او ښځې او نور بندیان د ځان سره بېرته راوستل.
17کله چې حضرت ابرام ک��رلاعمر او د هغه سره ملګرو پادشاهانو ته ماتې ورکړه او بېرته راستون شو، د سدوم پادشاه د شاوه د درې پورې (چې د پادشاه د درې په نوم هم یادیږي) د هغه د لیدلو دپاره راغی.
18ملکیصدق د سالیم پادشاه چې د خدای تعالیٰ کاهن ؤ د حضرت ابرام دپاره ډوډۍ او د انګورو شربت راوړل.
19هغه حضرت ابرام ته برکت ورکړ او ویې ویل:
20د خدای تعالیٰ ثناه دې وي چې ستا دښمنان یې تاته تسلیم کړل.> نو حضرت ابرام ملکیصدق ته د هغو شیانو چې هغه بېرته اخیستي وو، لسمه برخه ورکړه.
21د سدوم پادشاه حضرت ابرام ته وویل:
22حضرت ابرام ځواب ورکړ:
23چې زه به ستا د شیانو څخه هیڅ شی حتیٰ یو تار یا د څپلۍ تسمه هم وانخلم. داسې نه چې بیا ووایې چې ابرام ما شتمن کړ.
24زه به د خپل ځان دپاره هیڅ شی وانخلم. یوازینی شی چې زه به یې قبول کړم هغه هغه څه دي چې زما خلکو خوړلي دي او د هغه چا برخه چې زما سره تللي وو یعنې د عانر، اشکول او ممري برخه هغوی ته ورکړه.>