Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1په تاسو افسوس، تاسو د بېاِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ.
2او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ.
3د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟
4هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
5بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.
6ما اسوريان ورولېږل چې په دې بېدينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“
7خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.
8هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.
9ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.
10ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو.
11ما سامريه او د دې ټول بُتان تباه کړى دى او اوس به زۀ يروشلم او د هغې ټول بُتان هم تباه کړم.“
12خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“
13د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى.
14ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“
15خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“
16نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.
17هغه مقدس ذات کوم چې د بنى اِسرائيل رڼا ده، هغه به د اور په شان شى. هغه به د يوې لمبې په شان شى، صرف په يوه ورځ کښې به د اسور د ازغو او غنو بوټى وسوزى.
18لوئ لوئ ځنګلونه او دا زرخېز پټى به بېخى داسې تباه شى لکه چې يو سخت مرض يو کس تباه کوى.
19صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.
20په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے.
21باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى.
22اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.
23نو بېشکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.
24مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.
25ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم.
26زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.
27کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“
28د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.
29هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.
30د جليم خلقو چغې ووهئ. د ليس خلقو غوږ ونيسئ. او د عنتوت خلقو جواب راکړئ.
31د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى.
32دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.
33خو ګورئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج به هغوئ داسې لاندې راوغورزوى لکه چې د ونو نه څانګې څوک ماتوى. د هغوئ لوئ لوئ او مغروره خلق به راغورزولى وى.
34هغه به تبر سره د ځنګل ونې راوغورزوى، داسې لکه څنګه چې د لبنان غټې ونې راغورزولے شوې وى.