Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېريهوديان اوسيږى.
2کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
3تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
4تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.
5د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.
6زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
7د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
8مالِک خُدائ د يعقوب خلاف کلام کړے دے، او هغه په اِسرائيل مسلط دے.
9د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،
10”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوو کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوې دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوو.“
11خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى.
12د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.
13اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ ��ه سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.
14صرف په يوه ورځ کښې به مالِک خُدائ د اِسرائيل مشرانو او خلقو له داسې سزا ورکړى چې د سر نه واخله تر بېخه پورې به ټول ختم کړى.
15مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
16د قوم مشرانو خلق بېلارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.
17نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
18د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.
19د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.
20هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.
21منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.