Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“
2ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.
3بيا زۀ د خپلې پېغمبرې ښځې سره څملاستم، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده.
4د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“
5نو مالِک خُدائ يو ځل بيا ما سره کلام وکړو. هغۀ وفرمائيل،
6”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.
7نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.
8هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانوايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“
9اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.
10تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
11مالِک خُدائ زۀ کلک ونيولم او خبردارے يې راکړو چې په هغه لار به نۀ ځې چې په کومه به نور خلق تلل. هغۀ وفرمائيل،
12”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.
13مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.
14بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.
15په هغوئ کښې به ډېر تيندک وخورى راوبه غورزيږى او ټوټې ټوټې به شى. هغوئ به په دام کښې راګېر شى.“د مړو د روحونو سره د مشورې کولو خ��لاف خبردارے
16د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.
17زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
18زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.
19کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“
20د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
21هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بېحوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى
22يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.