Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.
2کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.
3نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى.
4هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى.
5شام، سره اِسرائيل او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصوبه جوړه کړې ده، او وائى،
6راځئ چې مونږ په يهوداه باندې حمله وکړُو، خلق ويروو او قبضه يې کړُو، او بيا به د طابئيل زوئ په تخت باندې کښېنوو.
7خو مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغوئ منصوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى.
8ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى.
9د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“
10مالِک خُدائ احاز له يو بل پېغام ولېږلو،
11”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“
12خو احاز ورته اِنکار وکړو او وئيل يې چې، ”نه، نۀ به زۀ نښه غواړم او نۀ به مالِک خُدائ آزمائيم.“
13نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟
14ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
15په هغه وخت کښې چې کله هغه دومره شى چې ملائى او شات خوړے شى نو د خپل ښۀ او بد فېصله به په خپله کولے شى.
16هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى.
17نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.
18کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى.
19هغوئ ټول به راشى، د ژورو وادۍ باندې او په غارونو او ګټو باندې او د ازغو په هر يو بوټے او په ولاړو اوبو باندې به کښېنى.
20کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.
21په هغه وخت چې کوم يو کس سره يوه سخۍ او يو دوه ګډې چېلۍ پاتې وى نو هغه به خوش قسمته وى.
22دا به دومره زيات پئ ورکوى چې د هغۀ ضرورت به ښۀ پوره کوى. آو، چې په هغه مُلک کښې څوک هم ژوندى پاتې وى نو هغوئ به ملائى او شات خورى.
23کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.
24خلق به هلته د غشو او ليندو سره د ښکار دپاره ځى. آو، هغه ټول مُلک به د ازغو او غنو نه ډک وى.
25په کومو غونډو باندې چې د فصلونو دپاره کوداله کېده نو هغه به هم د ازغو نه داسې ډک وى چې هيڅ څوک به هلته نۀ شى تلے. هغه به يو داسې ځائ جوړ شى چې چرته څاروى او ګډې څريږى.“