Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
2د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.
3هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
4د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو.
5نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
6نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربانګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.
7هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“
8بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“
9نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“
10د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
11ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
12تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى.
13کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.