Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
2ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
3په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.
4په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.
5مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمدوثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.
6اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“