Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1دا د څپرکیل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.
2په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.
3ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى.
4په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.
5هغوئ د لرې لرې مُلکونو او د دُنيا د سرونو نه راځى. دوئ د مالِک خُدائ وسله ده چې د هغۀ غصه څرګنده کړى او هغه ټول مُلک برباد کړى.
6ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.
7د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بېحوصلې شى.
8هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.
9ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى.
10ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
11مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم.
12زۀ به انسانان د خالص سرو زرو نه زيات ناياب کړم، او خلق به د اوفير د سرو زرو نه هم لږ وى.
13په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.
14په څپرکیل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.
15هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.
16د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“
17مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ ميديانيان راپارومه چې په څپرکیل باندې حمله وکړى، ځکه چې هغوئ نۀ د سپينو زرو پرواه ساتى او نۀ هغوئ دپاره سرۀ زر څۀ معنىٰ لرى.
18هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.
19د ټولو نه ښائسته بادشاهى د څپرکیل ده، د هغې ځائ خلق په څپرکیل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به څپرکیل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.
20هلته به بيا هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. دا به بيا کله هم آباد نۀ شى. نۀ به عرب هلته خېمې لګوى او نۀ به شپانۀ خپلې رَمې ودروى.
21دا به يو داسې ځائ وى چرته چې ځنګلى ځناور اوسيږى او چرته چې ګونګا خپلې جالې جوړوى. هلته به شترمرغ اوسيږى او ځنګلى چېلۍ به په هغه کنډرو کښې ټوپونه وهى.
22د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د څپرکیل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“