Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.
2ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.
3په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو.
4نو تاسو به د څپرکیل بادشاه پورې ټوقې کوئ او وايئ به چې، ”هغه ظالم بادشاه غورزېدلے دے. او د هغۀ غصه ختمه شوې ده.
5مالِک خُدائ د بدعملو طاقت ختم کړے دے او د حکمرانانو اختيار يې مات کړے دے
6چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو.
7نو په آخر کښې به ټوله دُنيا د امن او سکون نه خوند اخلى او هر طرف ته به د خوشحالۍ سندرې وى.
8د سبر ونې او د لبنان د دِيار ونې په هغه بادشاه باندې خوشحاله دى چې د چا بادشاهى ختمه شوې ده، ځکه چې داسې څوک نشته چې دا ونې ووهى.
9د مړو دُنيا بادشاه ته د پخير راغلې دپاره خپل ځان تياروى. کوم کسان چې په دُنيا کښې طاقتور وُو نو د هغوئ روحونه به بادشاه ته ودريږى. د بادشاهانو روحونه به د هغوئ د تختُونو نه ستا ليدو ته ودريږى.
10هغوئ ټول به هغۀ ته آواز وکړى چې تۀ هم زمونږ په شان کمزورے يې. تۀ هم زمونږ په شان يې.
11ستا شان او شوکت تا سره ښخ شوے دے، او ستا د بينجو ساز خاموش شوے دے. تۀ د وړو چينجو په بستره ملاست يې او د چينجو په کمبله پټ يې.
12اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې.
13تا په زړۀ کښې وئيل چې بره آسمان ته به وخېژم او په اوچتو ستورو به خپل تخت ولګوم، په شمال کښې به په هغه غر د يو بادشاه په شان کښېنم چرته چې معبودان راغونډيږى.
14��ا ووئيل چې پاس وريځو ته به وخېژم او د خُدائ تعالىٰ په شان به شم.
15خو تۀ لاندې د مړو د دُنيا هغه د ټولو نه ژورې کندې ته ويشتلے شوے يې.
16څوک هم چې تا ووينى نو هغوئ به غور سره تا ته ګورى او سوچ به کوى چې، ولې دا هغه سړے دے چا چې زمکه خوځوله او بادشاهۍ به يې لړزولې؟
17ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟
18د دُنيا ټول بادشاهان په خپلو ښائسته ښائسته قبرونو کښې پراتۀ دى،
19ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بېکاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې.
20ستا جنازه به د نورو بادشاهانو په شان عزت سره نۀ کيږى، ځکه چې تا خپل مُلک تباه کړے دے او خپل خلق دې وژلى دى. د بدعمله کس اولاد به هيڅکله هم د عزت سره نۀ ياديږى.
21د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“
22مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ پخپله د څپرکیل خلاف راوچت شوے يم. زۀ به د دوئ اولاد تباه او برباد کړم. ما، مالِک خُدائ دا وئيلى دى.
23څپرکیل به زۀ په نمژنه زمکه بدل کړم او هلته به ګونګا مارغان اوسيږى. زۀ به په څپرکیل باندې داسې جارُو ووهم چې هغه به د ځان سره هر څۀ جارُو کړى. زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا اعلان کوم.“
24مالِک خُدائ ربُ الافواج دا قسم کړے دے، ”ما چې کومه منصوبه جوړه کړې ده نو هغه به پوره شى. ما چې د څۀ اراده کړې ده نو هغه به کيږى.
25زۀ به په خپل مُلک اِسرائيل کښې اسوريان تباه کړم او زۀ به هغوئ په خپلو غرونو کښې د پښو لاندې کړم. د هغوئ جغ به زما د خلقو نه اخوا شى او بوج به د هغوئ د اوږو نه اوچت شى.
26د ټولې دُنيا دپاره دا زما منصوبه ده او ما خپل لاس د ټولو قومونو خلاف اوچت کړے دے.“
27مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟
28دا پېغام په هغه کال باندې راغلے وو په کوم کال چې احاز بادشاه مړ شو.
29اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.
30غريبانان به خوراک وکړے شى او ضرورتمند به په محفوظ ځائ کښې آرام وکړے شى. خو ستاسو بېخ به د سخت قحط سره ختم کړم او چې کوم ژوندى پاتې شى هغوئ به تباه کړم.
31اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته.
32د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.