Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.
2د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.
3په لارو کوڅو کښې خلقو د ټاټ جامې اغوستې دى، د ښار په چوکونو کښې او د کورونو په چتونو باندې خلق ژړا او ماتم کوى.
4د حسبون او اِلىعالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بېحوصلې شوى دى.
5زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
6د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے.
7نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى.
8د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى.
9د ديبون ښار سره سيند په وينه باندې سور دے او خُدائ پاک به د هغه ځائ په خلقو باندې د هغې نه هم زيات مصيبت راولى. ازمرى به په هغوئ حمله وکړى چې څوک د موآب نۀ بچ وتې وى او په هغوئ هم څوک چې لا په مُلک کښې وى.