Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.
2د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.
3هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.
4زمونږ مهاجر پرېږدئ چې ستاسو په مُلک کښې ايسار شى. څوک چې هغوئ تباه کول غواړى هغوئ نه ورله پناه ورکړئ.“ ظلم زياتے او تباهى به ختم شى او څوک چې د نقصان رسولو کوشش کوى نو هغوئ به مخ د زمکې نه ورک شى.
5بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.
6مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.
7د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قيرحراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.
8د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.
9خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلىعالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.
10د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.
11زړۀ مې لکه د رڅپرکی په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قيرحراست دپاره غمژن دے.
12د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.
13دا هغه پېغام وو چې مالِک خُدائ د موآب په حقله مخکښې ورکړے وو.
14او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“