Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟
2ټول ښار بېقراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.
3ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول.
4ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“
5په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى.
6د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو.
7د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو.
8يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه.
9-
10په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره،
11تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.
12بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.
13خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“
14مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُد��ئ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
15مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه،
16تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟
17اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى.
18هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بېعزتۍ سبب جوړ شوے يې.
19مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم.
20په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم.
21زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.
22زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى.
23زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى.
24بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.
25ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“