Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1دا پېغام د صور په حقله دے. اے د ترسيس سمندرى جهازونو وژاړئ. ځکه چې په صور کښې قلعه او کورونه تباه دى، په قبرص کښې چې تاسو کومه خبره اورېدلې وه هغه رښتيا ده.
2اے د سمندر د غاړې اوسېدونکو ماتم وکړئ. اے د صيدا سوداګرو، تاسو ماتم وکړئ. ستاسو تاجران به د سمندر نه تېرېدل
3او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.
4خو اوس تۀ شرمېدلے يې، اے د صيدا ښاريې. د سمندر قلعه بند ښار صور وائى، ”زۀ بېبچو يمه، زما هيڅ زامن او لوڼه نشته.“
5کله چې مِصريانو ته د صور خبر مِلاو شى نو هغوئ به په غم اخته شى.
6اے د سمندر د غاړې خلقو، تاسو د خفګان نه وژاړئ. او ترسيس ته د تښتېدو کوشش وکړئ.
7آيا دا ستاسو خوشحاله ښار دے کوم چې ډېر د پخوا نه آباد دے؟ آيا دا هغه ښار دے چې خپل اوسېدونکى يې لرې مُلکونو ته ولېږل چې کورونه جوړ کړى.
8په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.
9خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
10اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.
11مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.
12هغۀ وفرمائيل، ”اے د صيدا خلقو، ستاسو خوشحالى ختمه شوې ده او ستاسو خلقو سره ظلم زياتے شوے دے. کۀ هغوئ قبرص ته هم وتښتى، نو آرام به ورته مِلاو نۀ شى.“
13د څپرکیل مُلک ته وګورئ. د دې مُلک خلق برباد شوى دى. اسوريانو د هغوئ مُلک د ځنګلى ځناور کور جوړ کړے دے. اسوريانو د محاصرې برجونه جوړ کړل او د هغوئ قلعې يې بربادې کړې. او د ملبې ډېرے يې ترېنه جوړ کړے دے.
14اے د ترسيس سمندرى جهازونو د خفګان نه وژاړئ. ولې چې ستاسو قلعه تباه شوې ده.
15يو داسې وخت راروان دے چې صور به اويا کاله دپاره هېر کړے شى، چې اويا کاله د يو بادشاه د عُمر برابر وى. کله چې هغه کالونه ختم شى، نو صور به بحال شى لکه څنګه چې سندره د کنجرې په حقله وئيلے شى،
16”اے غريبې هېرې شوې کنجرې. خپله بينجو واخله او په ښار کښې وګرځه، ساز غږوه او خپلې سندرې بيا بيا وايه، نو چې داسې يو ځل بيا ياده کړے شې.“
17کله چې هغه اويا کاله تېر شى، نو مالِک خُدائ به صور له موقع ورکړى چې هغه بيا د کنجرې په شان پخوانے کاروبار شروع شى او د صور لېن دېن به د زمکې په مخ د ټولو بادشاهتونو سره وى.
18خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.