Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.
2هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى.
3زمکه به په مکمل طور ورانه ويجاړه او لوټ کړے شى، مالِک خُدائ دا هر څۀ فرمائيلى دى.
4زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.
5خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.
6نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.
7د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى،
8او د هغوئ د رڅپرکی او د تمبل خوشحالۍ نه ډک سازونه او د جشن آوازونه بند شوى دى.
9اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى.
10شاړ ښار برباد شوے دے او د هر يو کور دروازه کلکه بنده ده چې څوک ورننه نۀ وځى.
11په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.
12ښار په کنډر بدل شوے دے او د دې دروازې ذرې ذرې شوې دى.
13نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.
14خو چې کوم لږ کسان ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د خوشحالۍ سندرې وائى. څوک چې د نمرپرېواتۀ طرف ته وى هغوئ به د مالِک خُدائ لوئى بيانوى،
15د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
16مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طر�� ته دوکه باز دى.
17اے د دُنيا خلقو واورئ. يره، کندې او دامونه ستاسو دپاره تيار دى.
18هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.
19زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.
20زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.
21په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.
22هغوئ به ګرفتار کړے شى او په يوه قېدخانه کښې به بند کړے شى او ښۀ موده پس به ورته سزا ورکړے شى.
23نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.