Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.
2ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.
3بيا به سامريه د بنى اِسرائيلو شرابيانو شاندار تاج د پښو لاندې ذرې ذرې شى.
4بيا به د دې مړاوے کېدونکے ګل شان او شوکت ختم شى چې په زرخيزه وادۍ باندې ولاړ وى. د هغوئ حال د موسم د وړومبو اينځرو په شان دے چې څنګه پاخۀ شى نو راوشوکولے شى او وخوړلے شى.
5په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلو هغه خلقو دپاره د ګلونو د شاندار تاج په شان وى چې کوم خلق ژوندى پاتې وى.
6هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
7نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.
8د هغوئ ټول مېزونه په اولټو ګنده دى او يو ځائ هم په کښې صفا نشته.
9هغوئ په خپلو کښې وائى، ”دا سړے زمونږ سره دا رنګ خبرې ولې کوى؟ د تعليم او د مالِک خُدائ د پېغام اورولو په وخت مونږ داسې پوهوى لکه چې مونږ واړۀ ماشومان يُو او اوس اوس د پيو نه خلاص شوى يُو.
10هغه مونږ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم راکوى.“
11نو اوس به خُدائ پاک خپلو خلقو سره د پردى مُلک د خلقو په ذريعه خبرې کوى څوک چې عجيبه ژبه وائى.
12خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.
13نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.
14نو اے ګستاخه کسانو څوک چې په يروشلم کښې په دې خلقو ��اندې حکومت کوئ، اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.
15تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.
16نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
17زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“
18تاسو چې د مرګ سره کوم لوظ کړے دے نو هغه به منسوخ کړے شى او چې د عالمِ ارواح سره تاسو کوم تړون کړے وى نو هغه به ختم کړے شى. هغه زورَور افت به تاسو ووهى او تاسو به ترې نه لاندې شئ.
19دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.
20ستاسو کټ دومره لنډ دے چې پښې په کښې نۀ شى غزېدلے او کمبله دومره وړه ده چې څوک په کښې پټېدے نۀ شى.
21مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.
22زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
23زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته ښۀ توجو وکړئ.
24ولې زميدار همېشه يوه کوى او هيڅکله کر نۀ کوى څۀ؟ ولې هغه تل پټې اړوى او هيڅکله څۀ نۀ کَرى؟
25کله چې هغه يو ځل پټے هوار او تيار کړى، نو هغه تخم کَرى لکه کاږۀ، د زېرے تخم، غنم او اوربشې په صحيح طريقه او صحيح ځائ باندې کَرى.
26زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.
27هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.
28هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خرابتُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.
29مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.