Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1اے ارىايل، ارىايل، په تا باندې افسوس. په هغه ښار باندې افسوس کوم کښې چې داؤد خېمې لګولې وې. اوس کال په کال خپل اخترونه کوئ.
2خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارىايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربانګاه چې په وينو لت پت وى.“
3ولې چې زۀ به تا د هر طرف نه راګېر کړم او ستا د محاصرې به پوره بندوبست وکړم.
4بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.
5نو سمدستى به ستا دشمنان لکه د دوړې په شان والوځى، په تا باندې حمله کوونکى به داسې وشړلے شى لکه هوا چې بوس زغلى. ولې چې اچانک په يوه لحظه کښې به
6مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.
7نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارىايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.
8هغه ټول قومونه چې په يروشلم باندې د حملې کولو دپاره راجمع شوى دى د هغوئ مثال به د يو اوږى کس په شان وى چې خوب وينى چې هغه خوراک کوى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغسې اوږے دے، يا د هغه تږى کس په شان وى چې په خوب کښې ګورى چې اوبۀ څښى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغه شان د تندې د لاسه بېدمه دے.
9حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.
10نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.
11د هرې پېغمبرۍ د وحى مطلب به ستاسو نه پټ وى، دا به د يو بند کِتاب په شان وى. کۀ تاسو دا يو داسې کس له يوسئ چې هغه يې لوستلے شى او هغۀ ته ووايئ چې دا ولولى، نو هغه به وائى چې زۀ دا نۀ شم لوستلے ځکه چې دا پوخ بند دے.
12کۀ تاسو دا يو بېتعليمه کس له ورکړئ چې وې لولى، نو هغه به جواب درکړى چې زۀ بېتعليمه يم.
13مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه �� تعليم په ډول ورکوى.
14نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“
15څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
16هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“
17لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.
18کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.
19عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.
20ظالمان به باقى پاتې نۀ شى، مغروره به ختم شى او څوک چې د بدو منصوبه جوړوى هغوئ به قتل کړے شى.
21خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بېګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى.
22نو ځکه مالِک خُدائ د يعقوب د اولاد خُدائ پاک، چا چې اِبراهيم د مصيبت نه خلاص کړو، داسې فرمائى، ”زما د خلقو به نوره بېعزتى نۀ کيږى او د هغوئ رنګونه به د شرم په وجه نور زېړ نۀ وى.
23کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.
24بدعمله خلق به پوهه حاصله کړى او هغه خلق چې کوم هر وخت فريادونه کوى نو هغوئ به اصُول ومنى.“