Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ.
2تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.
3خو په فِرعون باندې اعتماد سره به تاسو رسوا شئ او په هغۀ باندې بهروسۍ سره به تاسو بېعزته شئ.
4اګر چې د هغۀ آفسران ضُعن کښې دى او د هغۀ سفيران حنيس ته رسېدلى دى،
5هغه ټول چې په هغۀ بهروسه کوى هغوئ به وشرميږى. او هغه به ستاسو مدد نۀ کوى بلکې په ځائ د دې به ستاسو بېعزتى وکړى.“
6د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.
7د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بېفائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بېضرره اژدها“ اېښے دے.
8اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.
9ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.
10هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.
11زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“
12ځکه خو د بنى اِسرائيلو مقدس ذات داسې فرمائى، ”زۀ چې څۀ درته وايم نو تاسو هغه رد کړئ او د ظلم زياتى او دوکې نه کار اخلئ.
13دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
14دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“
15قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
16خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.
17کۀ ستاسو د دشمن يو فوجى دهمکى درکړى نو ستاسو زر کسان به منډې وهى، او کۀ پينځۀ سپاهيان دهمکى درکړى نو دا به ستاسو ټولو زغلولو دپاره کافى وى. او کۀ په آخر کښې څوک پاتې شى نو هغوئ به د غرۀ په سر باندې د جنډې د يو لرګى په شان يواځې وى.
18خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.
19اے د يروشلم خلقو تاسو به نور نۀ ژاړئ. کله چې تاسو هغۀ ته د مدد دپاره فرياد وکړئ، نو هغه به خامخا په تاسو رحم وکړى او چې څنګه ستاسو دُعاګانې واورى نو جواب به درکړى.
20اګر چې مالِک خُدائ به تاسو ته د تنګ لاس روټۍ او د تکليف اوبۀ درکړى، خو هغه به په خپله ستاسو اُستاذ وى او تاسو ته به نور د هغۀ د لټولو ضرورت نۀ پېښيږى.
21کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
22نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
23کله چې تاسو تخم وکَرئ، نو مالِک خُدائ به د دې شين کېدو دپاره باران راولېږى او د دې نه به تاسو ته ښۀ او زيات پېداوار مِلاو شى او ستاسو د څاروو دپاره به د څرن ښۀ ډېره زمکه وى.
24کوم غوَيى او خرونه چې ستاسو په پټو کښې يوې کوى نو هغه به هم هغه خوراک کوى چې چج او درې غاښۍ سره صفا شوے وى.
25په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى.
26سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.
27وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى.
28د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.
29خو اے د خُدائ پاک خلقو، تاسو به خوشحاله يئ او داسې سندرې به وايئ لکه څنګه سندرې چې د مقدس اختر په شپه وئيلے شى. تاسو به د هغه خلقو په شان خوشحاله يئ کوم چې د مالِک خُدائ کور ته د شپېلۍ د ساز سره روان وى، چې هغه د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکے دے.
30مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.
31کله چې اسوريان د مالِک خُدائ آواز واورى او د هغۀ د سزا پته ورته ولګى نو هغوئ به ويريږى.
32کله چې مالِک خُدائ هغوئ بار بار ووهى، نو د هغۀ خلق به هر ځلې د منګى او بينجو ساز ورسره غږوى. خُدائ پاک به پخپله د اسوريانو خِلاف جنګ کوى.
33ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.