Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.
2خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى.
3مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
4مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى.
5لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“
6مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ.
7يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى.
8اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.
9د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.