Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى.
2د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.
3نو بيا چې د چا سترګې وى نو هغوئ به حقيقت وينى، او چې د چا غوږونه وى نو هغوئ به د اورېدو جوګه وى.
4څوک چې د بېصبرۍ نه کار اخلى هغوئ به هوښيار شى، او چاړاګان به صفا او روانۍ سره خبرې کوى.
5څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى.
6يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بېدينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.
7کم عقل انسان بدعمله وى او د بدعملۍ کارونه کوى، هغه د دروغو سره د غريب د تباه کېدو منصوبې جوړوى اګر کۀ حاجتمند په حقه هم وى.
8خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.
9اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ زما خبره واورئ. اے بېپرواه لوڼو زما خبره په غور سره واورئ.
10يو کال او څو ورځې پس به تاسو بېپرواه ښځې په لړزان شئ، ځکه چې د انګورو فصل به ضائع شى او مېوې به هيڅکله نۀ پخيږى.
11اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بېغمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.
12د زرخېزه پټو او د انګورو باغونو دپاره د خفګان نه خپلې سينې وهئ.
13زما د خلقو په مُلک کښې د ازغو او غنو بوټى راشنۀ شوى دى. ستاسو د کورونو خندا او د ښارونو خوشحالى به ختمه شى.
14محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.
15ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.
16نو بيا به اِنصاف په صحرا کښې استوګنه کوى، او صداقت به په مېوه دار باغ کښې اوسيږى.
17د صداقت اثر به سلامتى وى، او ��تيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
18زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،
19اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.
20خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.