Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.
2اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.
3ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.
4ستا د لوټ مال دومره راجمع شى لکه چې ډېر چينجى راجمع شوى وى، او خلق په مالِ غنيمت باندې لکه د قحطۍ د مُولخانو ټوپونه وهى.
5زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،
6په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
7خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.
8هغه سړکونه خوشې تشې پاتې دى او هيڅ څوک هم پرې سفر نۀ کوى. معاهدې ماتې شوې دى او په لوظُونو باندې عمل نۀ دے شوے. نور د يو کس عزت هم نۀ کيږى.
9مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.
10نو مالِک خُدائ فرمائى، ”اوس به زۀ عملى کار کوم. زۀ به تاسو ته وښايم چې زۀ څومره طاقتور يم.
11تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.
12قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.
13اے هغه د لرې علاقو خلقو هغې ته غوږ کېږدئ څۀ چې ما کړى دى، او اے نزدې اوسېدونکو زما طاقت ومنئ.“
14د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“
15خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.
16نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.
17تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.
18بيا به تاسو د يرې دا تېر وخت راياد کړئ او خپل ځان سره به ووايئ، ”د دشمن هغه لوئ آفسران چرته دى؟ محصُول اخستونکى چرته غېب شول؟ هغه آفسر چرته دے چې د برجونو حساب کِتاب به يې کولو؟“
19نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ.
20صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.
21هلته به مالِک خُدائ زمونږ لوئ بادشاه وى. هغه به لکه د حفاظت د لوئ سمندر په شان وى چې يو دشمن به هم ترېنه نۀ شى اوړېدے او نۀ به پرې د دشمن سمندرى جهازُونه ګرځېدے شى.
22مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.
23د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى.
24د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.