Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.
2مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه کړى او ذبح به يې کړى.
3خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.
4په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.
5او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.
6د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.
7خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.
8دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.
9د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.
10دا به شپه او ورځ بليږى او د دې نه به تل لوګے خېژى. هغه مُلک به په هره زمانه کښې خوشے پروت وى تر دې چې څوک مسافر به هم تر همېشه پورې په دې کښې سفر نۀ کوى.
11ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.
12هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.
13د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.
14ځنګلى ځناور او ګيدړان به هلته راغونډ شى او د چېلو په شکل پيريان به په کښې يو بل ته آوازونه کوى. د شپې بلا به هلته راځى چې د آرام ځائ پېدا کړى.
15ګونګيان به هلته جالې جوړوى، هګۍ به اچوى، بچى به ترې نه راوباسى او وزرو لاندې به يې پټوى، او سا��نه به يې کوى. ټپوسان به هلته راغونډيږى او هر يو سره به خپله ماده وى.
16د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بېجوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.
17دا به مالِک خُدائ وى چې په دې ځناورو باندې مُلک تقسيم کړى او هر يو له خپله برخه ورکړى. هغوئ به نسل په نسل په هغه مُلک کښې اوسيږى او د تل دپاره به د هغوئ شى.