Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل.
2بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.
3نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.
4د اسور آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”حزقياه ته ووايه چې، لوئ بادشاه د اسور بادشاه وائى چې تۀ په څۀ باندې دومره زړَور يې؟
5ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟
6تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.
7شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربانګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربانګاه وړاندې عبادت کوئ.
8نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.
9تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟
10ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“
11نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“
12هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما بادشاه دا پېغ��م صرف تاسو او ستاسو بادشاه له رالېږلے دے څۀ؟ نه، زۀ هغه خلقو ته هم وايم کوم چې په دېوال ناست دى. ستاسو په شان به هغوئ هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“
13بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ.
14هغه تاسو له خبردارے درکوى چې حزقياه مۀ پرېږدئ چې دوکه درکړى. حزقياه تاسو نۀ شى بچ کولے.
15او هغه دې تاسو په دې دوکه نۀ کړى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به ضرور تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.
16حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.
17بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.
18حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟
19د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟
20د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“
21خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“
22نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.