Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو.
2هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل. هغوئ هم د ټاټ جامې اغوستې وې.
3هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.
4شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“
5کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،
6نو هغۀ دا جواب ورولېږلو، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، هغه خبرې چې د اسور بادشاه نوکرانو کړې دى په هغې کښې يې زما، يعنې د مالِک خُدائ ګستاخى کړې ده.
7ګوره، زۀ به د هغۀ ذِهن بدل کړم او چې کله هغه يوه افواه واورى نو هغه به خپل مُلک ته راواپس شى، او هلته به يې په تُوره باندې د وژلو سبب وګرځم.“
8د اسور مشر آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د لِبناه ښار خِلاف جنګ کوى، نو هغه هلته ورَغلو چې مشوره ترې واخلى.
9بيا اسوريانو بادشاه له دا خبر ورورسېدو چې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې کولو دپاره راروان دے چې مشرى يې د ايتهوپيا ترهاقه بادشاه کوى. کله چې هغه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو
10چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته وئيلى دى چې يروشلم به زما په قبضه کښې نۀ راځى، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ.
11ګورئ، تاسو ته پته ده چې د اسور بادشاهانو ټولو مُلکونو سره څۀ کړى دى، هغوئ يې مکمل تباه کړى دى، نو تاسو به څنګه خلاص شئ؟
12زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيتعدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.
13د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“
14حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،
15او حزقياه مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې،
16”اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ستا تخت د وزرو والا مخلوق دپاسه دے، يواځې تۀ هغه خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو حکومت کوى. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.
17اوس، مالِکه خُدايه، مونږ ته غوږ ونيسه او چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې ژوندى خُدائ پاک ته د بېعزتۍ دپاره کوى.
18اے مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى،
19او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.
20نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“
21بيا د آموص زوئ يشعياه، حزقياه له يو پېغام ولېږلو چې، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، په دې وجه چې تاسو ما ته د اسور د بادشاه سينحرب په حقله دُعا کړې ده،
22دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.
23تا چا پورې خندا وکړه او د چا بېعزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.
24د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بېشمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.
25ما کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې مې اوبۀ وڅښلې او زما فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو.
26ولې تا ته پته نۀ وه چې ما د دې هر څۀ منصوبه ډېره د مخکښې نه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.
27کوم خلق چې هلته اوسېدل هغوئ بېوسه وُو، هغوئ يرېدلى وُو او مازغو يې کار نۀ کولو. هغوئ د واښو په شان کمزورى وُو، د هغه واښو په شان چې په چت باندې په خپله رازرغون شوى وى او چې کله ګرمه هوا وچليږى نو يک دم مړاوى شى.
28خو ما ته ستا د هر څۀ پته ده، چې څۀ کوې او چرته ځې راځې. ما ته پته ده چې تۀ زما خِلاف څومره غضبناک يې.
29ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“
30بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.
31په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه نيسى.
32نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.
33مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله داسې فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې ګېرچاپېره محاصرې دپاره به د خاورو ډېرى جوړ نۀ کړے شى.
34هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او دې ښار ته به نۀ شى ننوتے. مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.
35زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“
36په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.
37بيا د اسور بادشاه سينحرب خېمې وويستلې او واپس خپل مُلک ته لاړو. هغه نينوه ته ورسېدو او هلته ايسار شو.
38يوه ورځ چې هغۀ د خپل خُدائ نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او هغوئ بيا د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.