Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه دومره بيمار شو چې مرګى حاله شو. د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغۀ سره مِلاوېدو له ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تۀ خپل کارونه سر ته ورسوه ځکه چې تۀ به نۀ ښۀ کېږې. د مرګ تيارے وکړه.“
2د دې اورېدو سره حزقياه مخ دېوال ته واړولو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،
3”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په وفادارۍ سره ستا خِدمت کړے دے او هغه عمل مې کړے دے چې ستا په نظر کښې صحيح وى.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.
4بيا د مالِک خُدائ کلام په يشعياه نازل شو چې،
5”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم.
6او زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم او هم زۀ به د دې ښار حِفاظت کوم.“
7دا پېغام يې حزقياه ته واورولو او يشعياه ورته دا هم وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به درته يوه نښه وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کوى.
8ګوره، زۀ به د احاز د نمر د ګړۍ سورے لس قدمه وروستو بوځم.“ نو هم داسې وشول سورے لس قدمه وروستو لاړو.
9کله چې حزقياه د بيمارۍ نه روغ شو، نو هغۀ دا حمدوثناء وليکل،
10ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى.
11ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.
12زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.
13ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.
14زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.
15خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشا��ۍ باندې غالب شوے يم.
16اے مالِکه خُدايه، ستا تنبيه ښۀ ده، ځکه چې هم دا انسان د صحت او ژوند طرف ته بوځى. تۀ ما روغ کړه او ژوندے مې پرېږده.
17يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.
18خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.
19صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.
20مالِک خُدائ زما روغولو ته تيار دے. مونږ به رڅپرکی غږوو او ستا ثناء صِفت به کوُو، او چې ترڅو پورې مونږ ژوندى يُو نو ستا په کور کښې به ستا ثناء صِفت کوُو.
21يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“
22او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“