Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1تقريباً هم په هغه وخت د څپرکیل بادشاه د بلدان زوئ مرودکبلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودکبلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.
2حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.
3بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو چې، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ ووئيل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک، څپرکیل نه راغلى دى.“
4هغۀ ورته وفرمائيل، ”هغوئ په محل کښې څۀ وليدل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ هر څۀ وليدل. د ګودام په کوټو کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“
5بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى،
6يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به څپرکیل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.
7ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د څپرکیل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“
8نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“