Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1خُدائ پاک فرمائى، ”زما خلقو له تسلى ورکړئ، زما خلقو له تسلى ورکړئ.
2د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
3په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے، ”د مالِک خُدائ دپاره په بيابان کښې لار جوړه کړئ. په صحرا کښې هغۀ ته لارې نېغې کړئ.
4هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره به هواره کړے شى.
5نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
6يو آواز ووئيل، ”چغه ووهه.“ نو ما تپوس وکړو، ”زۀ څۀ چغه ووهم؟“ دا چې بنى آدم د واښو په شان دى، او د هغوئ ښائست د ځنګلى ګل په شان دے.
7کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.
8نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.
9اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
10ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.
11هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
12سمندر څوک په موټى کښې نيولے شى، يا څوک آسمان د لاسونو په ذريعه ناپ کولے شى؟ د زمکې د خاورې وزن چا معلوم کړے دے يا څوک په تله غرونه او د غرونو غونډۍ تللے شى؟
13مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟
14ولې مالِک خُدائ ته د چا د مشورې ضرورت وى څۀ؟ چې ورته پوهه ورکړى او د صحيح کارونو طريقه ورته وښائى؟ يا کله چا هغۀ ته عِلم ورکړے دے چې د ښۀ عِلم تېرولو چل ورته وښائى؟
15نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا د��سې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.
16د لبنان په ځنګلو کښې ټول ځناور خُدائ پاک ته د قربانى کېدو دپاره لږ دى، او د دې ځنګلونو ونې د سوزېدونکو نذرانو د اور بلولو دپاره ډېرې کمې دى.
17د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.
18د خُدائ پاک مثال د چا سره ورکولے شى؟ تۀ به څنګه ووائې چې د هغۀ صورت څنګه دے؟
19کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
20کوم سړے چې سرۀ زر يا سپين زر نۀ شى اخستلے هغه به داسې لرګى خوښوى چې نۀ ورَستيږى. هغه يو ماهِر کاريګر لټوى چې يو داسې بُت جوړ کړى چې نۀ غورزيږى.
21تا ته پته نشته څۀ؟ تا نۀ دى اورېدلى څۀ؟ تا ته د شروع نه نۀ وُو وئيلے شوى څۀ؟ د دُنيا د شروع نه واخله تر اوسه پورې تۀ پوهه نۀ شوې؟
22خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.
23هغه طاقتور حکمرانان راټيټوى او په نشت باندې يې بدلوى.
24هغوئ د وړو بوټو په شان دى، چې اوس اوس راشنۀ شوى وى او لږې لږې جرړې يې کړې وى. کله چې مالِک خُدائ هوا راولېږى، نو دا اوچې شى او د خسڼى په شان والوځى.
25د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟
26آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.
27نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
28تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.
29هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
30نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.
31خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.